د لويې څارنوالۍ مسوولان وايي، د ۱۳۹۹ مالي کال له پيله تر اوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳ زره پېښې ثبت شوې دي. د دوی په وينا، په وروستيو ۳ کلونو کې ۵۶۹ د جنسي تېري پېښې هم ثبت شوې دي.

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي  سره مبارزې لپاره د لويې څارنوالۍ مرستيالې ‎سینا شنا منصور «نن سې شنبه د لړم ۶مه» کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، په ۱۳۹۷ کال کې ۱۹۵ پېښې، ۱۳۹۸ کال کې ۲۰۱ پېښې او په روان ۱۳۹۹ کال کې ۱۷۳ د جنسي تېري پېښې ثبت شوي او عاملان يې محاکمه شوي دي.

د سینا شنا منصور په وينا، د جنسي تېري تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، هرات او بلخ کې ثبت شوې دي.

نوموړې زياته کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په جرم ۲۸۷ کسان محکوم شوي دي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي په دې خبري ناسته کې وويل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته رسېدنه يې کاري لومړيتوب دی.

د لویې څارنوالۍ مسوولانو همداراز  فارياب ولايت کې د پوليس افسر د قضيې چې پر يوې ماشومې پر جنسي تېري تورن و، د څېړنو د پايلو اعلان وکړ او ويې ويل چې دغه پوليس په ۲۰کاله بند محکوم شوی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام