مارشال دوستم ډېر ژر کابل ته راځي او له ولسمشر غني سره ګوري

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته نږدې څېره عنایت‌الله بابر فرهمند له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، په پام کې ده چې دوستم د سیاسي رهبرانو ترمنځ د اجماع جوړولو او د ورځ تر بلې ډېرېدونکيو ناامنیو د محارولو په اړه له ولسمشر غني سره د بحث په موخه، کابل ته راشي.
ویل کېږي چې په پام کې ده مارشال دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راشي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې مسوولیت په غاړه واخلي؛ خو فرهمند په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

بلخ؛ یوه ټرافیکي پېښې کې ۹ کسان مړه شوي

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل سلام وطندار سره خبرو کې ویلي، پېښه تېره ورځ د کابل مزار په لویه لاره مزارشریف ښار ته نیږدې شوې چې په کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

خوست کې موټربم چاودنې ۴ کسان وژلي

د خوست د والي وياند طالب منگل وايي، په خوست کې د افغان ځواکونو پر ځانګړې قطعې موټربم بريد شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، برید نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې شوی او په پيل کې موټر بم د قطعې پر دېوال وهل شوی او ورپسې څو تنو ځان وژنکيو بریدګرو قطعې ته د ننوتلو هڅه کړې چې تر اوسه یې ۴ تنه وژل شوي او ۲ نور لا مقاومت کوي.