Asset 1SWN

افغانستان نن اماراتو سره دویمه شل اووره لوبه کوي

331067739_713603196963969_8821576116240987600_n

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره نن شنبه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې ده. که افغان لوبډله د نن ورځې سیالي وګټي، د شل اووره سیالیو روانه لوبلړۍ به په خپل نوم کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راشدخان په لوبډلمشرۍ کې د تېرې ورځې لومړۍ شل اووره لوبه کې کریم جنت او افسر ځاځي ښکلې لوبه وکړه او افغانستان یې بریا ته ورساوه.

افسر ځاځی چې له ډېر وخت وروسته ملي لوبډلې ته راستون شوی و، په تېره لوبه کې یې ۴۸ منډې جوړې کړې. کریم جنت بیا نیمه سلیزه ووهله.

په نن لوبه کې به افغان لوبډله تر ډېره هڅه کوي چې سیالي په خپل نوم کړي، خو اماراتو لوبډله به بیا هڅه کوي چې د نن ورځې لوبه وګټي او د روانۍ شل اووره سیالیو لوبلړۍ ژوندۍ وساتي.

بل‌خوا د افغانستان کرېکټ بورډ نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د نن ورځې سیالي ټکټونه وړیا دي او نندارچیان کولای شي په وړیا توګه لوبغالي کېدونکې لوبه ننداره کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه ۶:۳۰ بجې د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام