Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له سریلانکا سره لوبه کوي

345314

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن جمعه د لیندۍ درېیمه د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۱:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان د سریلانکا په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام سوپر لیګ کې درې لوبې لري چې لومړی هغه به یې نن ترسره شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ټوله کې له سریلانکا سره څلور یو ورځنۍ لوبې کړي چې یوازې یوه لوبه یې ګټلې او پاتې درېوو سیالیو کې یې ماته خوړلې ده.

همداراز افغانستان په وروستیو پنځو یو ورنځیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه بایللې او پاتې څلور یې ګتلې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

سریلانکا بیا خپلو پنځو سیالیو کې درې ځلې بریا ترلاسه کړې او دوه لوبې یې بایللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام