د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال شل اووره نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه په تمریناتي سیالي کې د ۶۲ منډو په توپیر د بنګلدېش کرېکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دې تمریناتي سیالي کې د بنګلدېش کرېکټ لوبډلې ته په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۱ منډو هدف ټاکلی و چې بنګلدېشۍ لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.
د بنګلدېش لوبډلې په دې سیالي کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو شلو اورونو کې یوازې ۹۸ منډې جوړې کړې او د ۶۲ منډو په توپیر یې ماته وخوړله.
د افغانستان لپاره په توپاچوونه کې فضلالحق فاروقي ښه لوبه وکړه او په درېوو اورونو کې یې د ۹ منډو په بدل کې د بنګلدېش درې لوبغاړي وسوځول.
مجیبالرحمن بیا په درېوو اورونو کې یوازې ۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
ټاکل شوې چې افغانستان به راتلونکې چهارشنبه د اکتوبر ۱۹مه له پاکستان سره خپله وروستۍ تمریناتي سیالي وکړي.