د کرېکټ شل اووره نړیوال جام لومړي پړاو سیالیو په لړ کې نن د سکاټلنډ لوبډله بریالۍ شوه چې د شل اووره نړیوال جام دوه ځلې ګټونکې لوبډلې وېسټ‌انډیز ته په ۴۲ منډو ماته ورکړي.

په دغه سیالي کې سکاټلنډ لوبډلې د جورج منزي د نیمه سلیزې پرمټ په ټاکل شویو شلو اورونو کې وېسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه. جورج منزي په دې سیالي کې د خپلې لوبډلې په ګټه ناسوځېدلې ۶۶ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وېسټ‌انډیز د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله او په ۱۸.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او له سکاټلنډ یې ماته وخوړله.

بل‌خوا د کرېکټ شل اووره نړیوال جام ته د تمریناتي سیالیو په لړ کې نن د هند کرېکټ ملي لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته اسټرالیا او سوېلي افریقا بیا په یوه اړخیزه سیالي کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې.

هندۍ لوبډلې اسټرالیا ته په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۱۸۷ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا یوازې د ۷ منډو په توپیر دغه سیالي هند ته وبایلله.

بل‌خوا د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله بیا د سوېلي افریقا د توپ‌اچوونکو پر وړاندې پاتې راغله او په ۱۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۹۸ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

سوېلي افریقا ورکړل شوی هدف د رایلي روسو د نیمه سلیزې پرمټ د لوبې په ۱۲ اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام