د روان ۲۰۲۲کال د شل اووره نړیوال جام ګروپ پړاو سیالۍ نن د اسټرالیا په کوربه‌توب پیل شوې.

د یادو سیالیو په لومړي پړاو کې به اته لوبډلې چې په دوو ډلو وېشل شوي د یو بل پر وړاندې سیالي وکړي او څلور لوبډلې به د نړیوال جام بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نن د همدغو سیالیو له «اې» ګروپ څخه د سریلانکا او نمیبیا لوبډلو لوبه روانه ده چې تر دا مهال د نمیبیا لوبډله پر سریلانکا برلاسې ښکاري.

نمیبیا لوبډلې د خپلې توپ‌وهنې پرمهال په داسې حال کې چې په ۱۵ اورونو کې یې ۹۵ منډې جوړې کړې او خپل شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي، په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

سرېلانکا شېبه وړاندې په شپږو اورونو کې ۳۸ منډې جوړې کړې وې او خپل درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو. په ورته مهال له «اې» ګروپ څخه نن دویمه سیالي هم وشي چې عربي متحده امارات به له نیدرلنډ سره ولوبېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام