Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا پر اسراییلو، قطر، کوېټ او اماراتو پوځي تجهیزات پلوري

1000w_q95 (1)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د منځني ختیځ له څو متحدینو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو څخه د زیاتو پوځي تجهیزاتو د پلور طرحه یې منظور کړې ده.

یاد وزارت د مې په لومړۍ نېټه ویلي چې په دې پوځي کڅوړه کې اسراییل، قطر، کویت او متحده عربي امارات شامل دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د امریکا او اسراییل له لوري د ایران پر وړاندې جګړه نهمې اوونۍ ته داخله شوې او د دې شخړې له اعلان شوي نازک اوربند څخه هم څه باندې درې اوونۍ تېرې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایراني لوري سره ټلیفوني خبرې روانې دي.

هغه د تهران له لوري وړاندې شوی نوی وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې لاهم ډاډه نه‌دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره به کومه هوکړه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام