د بنګلدېش، پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ د شل اووره سیالیو په لړ کې نن نیوزیلنډ لوبډلې پاکستان ته په نهو وېکټو ماته ورکړه.

په دغه سیالي پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو نیوزیلنډ ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ځواب کې نیوزیلنډ د «فېن الېن» د ۶۲ او د ډېوېډ کانوې د ناسوځېدلو ۴۹ منډو پرمټ د یوه لوبغاړي په سوځېدو د لوبې په ۱۷ اور کې ورکړل شوی هدف ترلاسه او پاکستان ته یې ماته ورکړه.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

سبا به د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې کوربه نیوزیلنډ له بنګلدېش سره لوبه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام