Asset 1SWN

پاکستان او اسلامي امارت سیمه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هوکړه کړې

FpjoX0qXgAA87aP

پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او افغانستان سره پر ډیورنډ کرښې د ترینګلتیا ډېروالي سره هم‌مهاله د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی د اسلامي امارت چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوي د اسلامي امارت چارواکو سره د لیدنې پر مهال سیمه کې له ترهګرۍ او د پاکستاني طا لبانو تحریک سره پر ګډې مبارزې هوکړې ته رسېدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اسلامي امارت ویاند ویلي چې دغه لیدنه یوازې پر کرښه د ستونزو حل او امنیتي اندېښنو په اړه پر خبرو راټوله وه.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي وویل: ««پرون په ارګ کې د اقتصادي معاونیت مرستیال او د اسلامي امارت وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو له پاکستاني پلاوي سره لنډه ناسته وکړه؛ ورپسې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو له پاکستاني پلاوي سره بله ناسته درلوده چې په ترڅ کې یې د هېواد په هوايي حریم کې د بې‌پیلوټه الوتکو د ګزمې په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې. د کرښې په اړه او همدارنګه کډوال او د دواړو خواوو امنیتي اندېښنې شریکې شوې.»

بل‌خوا د پوهنتون استاد محمداکرم عارفي وايي چې پاکستاني پلاوي دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو ډېروالي په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.

 نوموړي وویل: «د سفر موخه امنیتي مسایل او لږ تر لږه ډیورنډ کرښه او سوداګریز مسایل وو، خو امنیتي مسایل په سر کې و. وروسته له هغه چې TTP د خپلو بریدونو د پراخولو پرېګړه وکړه، چې پاکستان یې اندېښمن کړ. د پاکستان حکومت څلور لسیزې تجربه لري چې د اسلامي امارت له همکارۍ پرته د پاکستاني طالبانو پر ضد جګړه نه شي کولی.»

دا په داسې مهال دی چې د وروستیو میاشتو پر مهال د افغانستان له لوري د پاکستان امنیتي اندېښنې زیاتې شوي او دغه هېواد په وار وار د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو څرګندونو په اړه بیا اسلامي امارت تل ویلي چې افغانستان څخه به چا ګواښ پېښ نه‌شي او هغه هېوادونه چې اندېښنې لري، له دوی سره دې د خبرو له لارې شریکې او حل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام