د افغانستان برښنا شرکت ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په پروګرام کې د دغه شرکت یو کلن راپور وړاندې کړ.

د دغه شرکت مسوولان وايي، د افغانستان ۷۷ سلنه برښنا وارداتي ده او یوازې ۱۶ سلنه یې له کورنیو سرچینو او خصوصي سکټور نه برابرېږي.

د برښنا شرکت عملیاتي مرستیال ننګیالی میاخېل د برښنا بندونو جوړولو ته په اشارې وویل، که څه هم افغانستان د بندونو جوړولو لپاره لازمه بودجه نه لري، خو نړیوال بانک په دې برخه کې ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.

میاخېل زیاتوي، نړیوال بانک په افغانستان کې د برښنا بندونو د جوړولو لپاره د پاکستان هوکړه لازمه بولي او په وینا یې، نور ډونران د بندونو پر جوړولو پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

برښنا شرکت د بودجې کموالی، په نورو هېوادونو کې تخنیکي ستونزې او ناامني په هېواد کې د برښنا پرې کېدو اصلي لامل بولي او وايي، دغه شرکت د برښنا د تولید په برخه کې پانګونې او ملاتړ ته اړتیا لري.

د برښنا شرکت سرپرست صفي‌الله احمدزي بیا وویل چې له ټولو ستونزو سره سره هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته برښنا ورسوي، خو په وینا یې، دا کار هغه مهال شونی دی چې پر خپلو برښنا بندونو پانګونه وکړو.

د هغه په خبره، د افغانستان د برښنا بندونو جوړولو لپاره شاوخوا څلور میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده او دا پروژې له ۵ تر ۱۰ کلونو وخت هم غواړي.

د برښنا شرکت مسوولانو د پلخمري په الوان دښته کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د سب سټېشن جوړول، تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د مزو غځول او هلته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د سب سټېشن جوړول، له شبرغان څخه تر الوان دښتې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د مزو نوي کول، د دوشي‌-‌بامیان د برښنا پروژې بشپړول او مرکزي سیمو ته یې د برښنا لېږدولو لپاره د شبکې جوړول په ۱۳۹۹ کال کې د دغه شرکت تر ټولو مهمې لاسته‌راوړنې یادې کړې.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام