د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن له خپل پاکستاني سیال شاه‌محمود قریشي سره ټیلیفوني خبرې کړي او ورته ویلي یې دي چې د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې دوه‌اړخیزو اړیکو او د څېړنو اعتبار ته سخت زیان رسوي.

نوموړي په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور قضیې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې نامسلکي او له وخته مخکې بللې دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشیداحمد پرون ویلي و، هغه درې ټکسي‌وانان یې په دې تړاو پوښتلي چې د افغان سفیر لور یې په موټرو کې تګ‌راتګ کړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له جیو نیوز سره هم په خبرو کې ویلي و چې په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر لور تښتول شوې نه ‌وه، بلکې د ده په خبره، د هند استخباراتو هسې شور جوړ کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغانستان چمتو دی، څو د یادې پېښې د څېړنې په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي.



اعلامیه زیاتوي، یو افغان پلاوی به په همدې موخه پاکستان ته ولېږي او د موندنو په رڼا کې به یې د افغان سفیر او ډیپلوماټانو د بېرته ورګرځېدو په تړاو پرېکړه وکړي.

په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل د تېرې جمعې په ورځ له اسلام‌اباده وتښتول شوه او د افغان حکومت په خبره، تر څو ساعتونو وروسته په داسې حال کې خوشې شوه چې سخته شکنجه شوې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې او شکنجې پېښې افغان حکومت او افغانان په غوسه کړي او ولسمشر محمداشرف غني یې په غبرګون کې خپل سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان له پاکستان راغوښتي دي.

د ولسمشر سلاکار او د حکومت د سټراټیژيکو اړیکو ادارې رییس وحید عمر پرون پر خپل ټویټر لیکلي و چې ولسمشر بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې په اسلا‌م‌اباد کې مېشت افغان ډیپلوماټان تر هغه بېرته هېواد ته راوغواړي، څو د سلسلې علي‌خېل برمته‌کوونکو ته سزا نه وي ورکړل شوې او دغه راز په پاکستان کې د افغان ډیپلوماټانو د امنیت په اړه بشپړ ډاډ نه وي ترلاسه شوی.

بله‌خوا د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان هم نن بېرته هېواد ته ستون شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام