Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل اوسېدونکي: له ښاروالۍ غواړو چې خپل ښاري پلان شریک کړي

کابل ښار عکس

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ښاري پلان په اړه له مالوماتو پرته د خپلو کورونو په جوړولو پانګونه نه‌شي کولی.

دوی چې کلونه یې د کورونو جوړولو د اجازې په تمه تېر کړي، لویو ښارونو کې د ودانیزو چارو په اړه د ریاست‌الوزرا له وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي چې د ښاري پلان په اړه له مالوماتو پرته نه‌شي کولی د خپلو کورونو په جوړولو پانګونه وکړي.

د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې د خیرخانه سرکوتل سیمې اوسېدونکی جواد او د لسمې ناحیې د چهارقلعه وزیرآباد سیمې اوسېدونکی امین په دې اړه سلام‌وطندار ته وايي:

«ځمکه مو شته او دا چې د کور کرايې ورکولو توان نه لرو، غواړو په همدې ځمکه کور جوړ کړو. له ښاروالۍ غواړو چې خلک د ښاري پلانونو په اړه خبر کړي.»

«هر څومره چې وطن اباد شي، موږ خوشحالېږو. موږ تر لسو منزلو پورې ودانۍ جوړول غواړو. که موږ د ښاري پلان له مخې مالومات ولرو، تر لسو منزلو پورې به ودانۍ جوړې کړو، که نه نو ځمکه به همداسې پاتې شي.»

د کابل یو شمېر هغه اوسېدونکي چې ځمکې یې په هغو سیمو کې دي چې ښاري پلان لري، خو تر اوسه دغه پلان نه دی پلی شوی، له کابل ښاروالۍ غواړي چې ښاري پلانونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ کړي، څو ودانیزې چارې په معیاري ډول ترسره شي.

د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکی شکیب چې له دوو کلونو راهیسې د کور جوړولو جواز ترلاسه کولو ته انتظار باسي، وايي:

«زه خوشحال یم چې ښاروالۍ اجازه ورکړې چې درې منزله کور جوړولی شو، خو ستونزه دا ده کله چې موږ غواړو دا درې منزله ودانۍ جوړه کړو، باید ښاروالۍ موږ ته ښاري پلان راکړي، څو وګورو چې په دې سیمه کې سړک تېرېږي کنه. ځکه که موږ اوس پانګونه وکړو او وروسته سړک راشي، نو موږ به تاوان ووینو. له ښاروالۍ غواړو چې ښاري پلان زموږ په واک کې راکړي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي چې د ریاست‌الوزرا له لوري د استوګنې ستونزو د کمولو په موخه، په کابل او نورو ښارونو کې په مشروط ډول د ودانیزو چارو وړاندیز تایید شوی.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت‌الله بارکزی وايي، د دې پرېکړې له مخې، له پولیسو او امنیتي ځواکونو غوښتنه شوې چې د ښاروالیو له غوښتنې پرته د ودانیزو چارو په چارو کې مداخله ونه کړي او له ناحیو او ولسوالیو سره همغږي وساتي.

«د کابل اوسېدونکي کولی شي شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، د معاملو لارښود سند او عرفي سند ته په پام او همدارنګه د جومات د امام، دوو ګاونډیانو او وکیل‌ګذر له تصدیق سره خپل غوښتنلیک وړاندې کړي. شرط دا دی چې که په راتلونکي کې د ښار ماسټر پلان عملي شي، نو له دغو ودانیو سره به هېڅ ډول زیان او خساره نه ورکول کېږي، او ټولې جوړېدونکې ودانۍ باید یوازې د استوګنې لپاره وي.»

په همدې حال کې، د ښار جوړونې یو شمېر کارپوهان دا پرېکړه د ښاري پلان جوړونې لپاره د اندېښنې وړ بولي او وایي چې له ماسټر پلان پرته پراختیا کولی شي د ژوند کیفیت ټیټ کړي او په لویو ښارونو کې د نفوسو د زیات تراکم لامل شي.

د ښار جوړونې کارپوه شمس عظیمي په دې اړه وايي: «تر ټولو لویه اندېښنه د ښار د پلان کمزوري کېدل دي. دا ډول پرېکړې زموږ د اوږدمهاله پلان جوړونې بهیر زیانمنوي. کله چې ودانۍ له ماسټر پلان پرته جوړیږي، ښار بې‌ساختاره وده کوي چې په راتلونکي کې د ژوند د کیفیت د ټیټېدو او د نفوس د زیات تراکم سبب ګرځي.»

له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د پایدار ښاري پراختیا دفتر هم ویلي وو چې کابل کې له هر پنځو کسانو څلور یې په غیر پلاني کورونو کې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام