Asset 1SWN

د کور او ښارجوړولو وزارت: تېر کال مو ۲۷ ښاري پلانونه پلې کړي

F2RNlWSW8AE8yEm

د کور او ښارجوړولو وزارت مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پر مهال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او ښارونو کې ۲۷ ښاري پلانونه پلې کړې دي.

د کور او ښارجوړولو وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري اتمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت د تېر یوه کال پر مهال د ښارګوټو او تعمیراتو د رغولو لپاره د ۱۶۰ سیمو سروې او توپوګرافي ترڅنګ په نهو ولایتونو کې د ۱۸ زېربنايي شبکو طرحه او ترمیم، بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې لږ تر لږه د ۱۲۹ ښاري پلانونو استول او د یو‌شمېر نورو پلانونو تطبیق له مهمو لاسته‌راوړنو څخه یاد کړل.

مدار‌علي کریمي بامیاني د کور او ښارجوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال وویل: «د مرکز او ولایتونو لپاره ۲۷ ښاري پلانونه چې ماسټر پلان، ملي پلانونو طرحې، تفصیلي پلانونه، سیمه‌ییز پلانونه او اصلاحي پلانونه په‌کې شامل دي، طرح او جوړ شوي دي.»

د کور او ښارجوړولو وزارت د مسوولانو په وینا، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان مېنه کې قطري هستوګنیزه پروژه پیل شوې چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې شاوخوا ۴۵ سلنه پر مخ تللي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، نیله‌باغ یا چینایي پروژه چې تراوسه یې لومړنۍ چارې شاوخوا ۱۰سلنه بشپړې شوې چې د چین تخنیکي ټیم هم کابل ته راغلی او پروژه کې حضور لري.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست حمد‌الله نعماني وویل: «موږ ته مهمه او عمده پروژه زموږ د اداري تاسیساتو پروژه ده چې کار یې پخوا د هند له لوري پیل شوی او اوس درول شوی او موږ یې د بېرته پېلېدو لپاره د هند سفیر او شارژدافیر سره په وار وار خبرې کړي، خو تراوسه یې مثبت ځواب نه دی راکړی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کور او ښارجوړولو وزارت همداراز ټينګار کوي چې په ۱۴۰۱ کال یې په ټولو ښارونو کې په خپل‌سري توګه د رغنیزو چارو مخه نیولې چې لا هم دا بهیر دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام