Asset 1SWN

د کور او ښار جوړولو وزارت: ۱۴۰۱ کال کې مو عواید څه باندې ۸۷سلنه زیات شوي

Ft-ejpeWAAEHG0P (1)

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولانو نن سه‌شنبه د وري ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د تېر ۱۴۰۱ کال پرمهال یې عوایدو کې څه باندې ۸۷سلنه ډېروالی راغلی دی.

د یاد وزارت د پراختیايي زون ادارې سرپرست روح‌الله احمدي دې غونډه کې وویل چې یاد وزارت تېر کال ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «۱۴۰۱ کال کې مو  ۴۷ میلیونه افغانۍ عواید ټاکلي وو چې باید ټول شي، خو موږ ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړي چې له ټاکلي هدف ۸۷،۶۶سلنه ډېر دي چې ۱۱برابره زیاتوالی ښيي. سره له دې چې تېر کال مو پراختیايي پروژې نه لرلې او متخصص او کدرونه مو ساتلي دي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال علي کریمي بامیاني بیا دې خبري ناستې ته وویل چې د دغه وزارت د څه باندې ۶۹۹ میلیونه افغانیو بودیجې څخه تېر کال یې ۷۱سلنه بودیجه مصرف شوې ده.

نوموړي وویل: «۱۴۰۱ کال دغه وزارت ته ۶۹۹ میلیونه او ۹۹۲۱۴ افغانۍ ورکړل شوې وې چې ۷۱سلنه بودیجه یې مصرف کړې. ۱۴ ولایتونو ته یې ۱۷ پلانونه جوړ کړي او مسوولانو ته یې سپارلي دي او لغمان، سرپل، بلخ، فاریاب، کندوز او خوست ولایتونو د ښه‌والي لپاره یې پلانونه جوړ کړي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني دې ناستې ته د وینا پرمهال ویلي چې دغه وزارت په ډېری ولایتونو کې د رغونې پلانونه پلي کړي دي.

هغه وویل: «دغه وزارت یوازې پلان جوړوي او ۹۰سلنه پلانونه مو د پلي کېدو لپاره ښاروالي ته سپارو، که شونتیا وه خصوصي سکټور ته یې هم ورکوو او څارنه ترې کوو. دغه وزارت ډېری ولایتونو کې رغیز پلانونه جوړي کړي او ځینې مو له ښاروالي سره په ګډه پلي کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال په یاده خبري ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت ژمنه وکړه چې روان لمریز کال کې به ۳۷ ښاري پلانونه ترتیب کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام