د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت سږکال د بودیجې د کمښت له امله نشي‌، کولای چې یو‌شمېر پروژې پلې کړي.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست حمدالله نعماني نن کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د دغه وزارت سږنۍ پراختیايي بودیجه به د خپلو کدرونو پر ساتنې ولګول شي او د یو‌شمېر پروژو د پلي‌کېدو لپاره پراختیايي بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د نورو وزارتونو د نږدې ۵۵۰ پروژو ودانیزې چارې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت اړوند دي چې د یاد وزارت سږنۍ پراختیايي بودیجې ته په کتو د یادو پروژو تطبیق ناشونی دی.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د روان ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه له کورنیو عوایدو په ډېرې کمې پراختیايي بودیجې سره تصویب کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسېع نایبزي په وینا، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت کې د پراختیايي بودیجې نشتون به ښاري نظم او د خلکو اقتصادي وضعیت اغېزمن کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې د بودیجې نشتون به د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو مخه هم ډب کړي.

په همدې حال کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د هېواد په لویو ښارونو کې د ښاري پلانونو، ستراتیژیک پلانونو او د ښار پراختیايي پلانونو په اړه خبر ورکوي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې د هېواد په پنځو زونونو کې د ۲۰۰زره هستوګنیزو کورونو د جوړېدو طرحه وروستۍ شوې او په وینا یې، د درېوو لویو  د نوي کابل، د چینایانو او قطر ښارګوټو د پروژو کار پیل شوی دی.

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې په هېواد کې د ودانیزو پروژو د کیفیت څرنګوالي په اړه تل نیوکې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست همداراز تایید کړه چې د دغه وزارت د ارزونو له مخې، په تېر کې د ګڼ‌شمېر ودانۍ د نړیوالو معیارونو پربنسټ نه دي جوړې شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام