Asset 1SWN

جوزجان کې یو‌شمېر ځوانانو له حکومتي پروژو د څارنې بهیر پیل کړی

جوزجان

جوزجان کې یو‌شمېر رضاکاره ځوانانو د دغه ولایت په عامه پروژو کې د روڼتیا او کیفیت لوړېدو په موخه له حکومتي ادارو د څارنې بهیر پیل کړی دی.

دغه رضاکاره ځوانان او د جوزجان اوسېدونکي ډاډ ورکوي چې یاد بهیر به په رڼه توګه مخې‌ته وړي او د افغانستان راتلونکې او پرمختګ لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد رضاکاره ځوانان له نورو دولتي ادارو هم غواړي چې په کارونو کې د روڼتیا لپاره په دغه ولایت کې له روانو ودانیزو پروژو د څارنې اجازه ورکړي.

د رضاکاره ځوانان استازي حسیب‌الله رحماني سلام‌وطندار ته وویل: «موږ وغوښتل چې د عامې روغتیا ریاست سره یوځای ټولنیزه ارزونه ولرو او د ولایتي روغتون له ودانیزو چارو مو لیدنه وکړه چې دغه روغتون په بنسټیزه توګه رغول کېږي او که نه.»

په همدې حال کې جوزجان یوه اوسېدونکي زین‌الله فیصل وویل، حساب ورکول لامل کېږي چې د فساد جرړې له‌منځه لاړې شي او د حکومت او خلکو ترمنځ باور رامنځته شي. هغه وویل: «عامه خدمتونو برخه کې ستونزې له‌منځه وړي او لامل کېږي چې دولت د خلکو منځ کې اعتبار ترلاسه کړي او خلک په ښه توګه له دولت ملاتړ وکړي.»

بل‌خوا د جوزجان د عامې روغتیا رییس ذبېح‌الله حسیني وايي چې رضاکاره ځوانانو ته یې د روغتیا سکټور اړوند له ودانیزو پروژو د څارنې اجازه ورکړې او په وینا یې، له دې کار ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې د رضاکارا ځوانانو په دې کار سره به دولتي ادارو کې د روڼتیا او حساب ورکولو بهیر لا روښانه او پیاوړی شي.

نوموړي وویل: «ځوانان کولای شي چې زموږ له کاره څارنه وکړي او کولای شي نیوکه وکړي او زموږ ستونزې راپه ګوته کړي، که ستونزه اصلاح به یې کړو، نیوکه هغه څه ده چې سمې لار ته بیايي. حکومت د ځوانانو دی او دوی حق لري چې د حکومت له کارونو څارنه وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې هېواد کې د سیاسي تحولاتو راپدېخوا د سلګونه کوچنیو او لویو پروژو چارې نیمګړې پاتې او غوښتنې دا دي چې حکومت دې د یادو پروژو چارې بېرته پیل او بشپړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام