Asset 1SWN

د جوزجان اوسېدونکي: ولایتي روغتون له ښاره لرې او امکانات یې لږ دي

DSC_0552-q6s8hr0p2g5b5k0m0chm7fvwwz34eiq5e3jm1h4qdk

جوزجان کې یو‌شمېر ناروغ لرونکي د دغه ولایت ۲۰۰بستریز ولایتي روغتون کې د امکاناتو د کمښت او له ښاره په لرې واټن کې د یاد روغتون د جوړېدو له کبله شکایت کوي.

د دوی په وینا، دغه روغتون له مرکز شبرغان څخه اووه کیلومټره لرې واټن کې جوړ شوی چې د ناروغ د وروړو لپاره ټکسي موټر ته له ۵۰۰ تر ۶۰۰ افغانۍ پورې کرایه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان ولایتي روغتون کې د یوه ناروغ پیواز «ناروغ لرونکی» عبدالرووف سلام‌وطندار ته وویل: «لارې ډېرې خرابې دي، یو ناروغ چې دلته راځي، ډېر په تکلیف وي. داسې کیسې مو هم اورېدلي چې ښځو په لاره کې ولادت کړی. لارې خرابې دي او ناروغان په تکلیف دي.»

په ورته مهال د جوزجان یو بل اوسېدونکی نادرشاه هم له دې ستونزې سرټکوي او له حکومت غواړي چې دغه روغتون ته غځېدلې لاره ورغوي، څو ناروغان او پیوازان له ستونزو خلاص شي.

بل‌خوا یاد روغتون کې یو بل ناروغ لرونکی بهروز وايي چې یاد روغتون ته د تګ‌راتګ پر مهال له ستونزو سربېره، د روغتون دننه هم د ناروغان او ناروغ لرونکو لپاره اسانتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي.

هغه وویل: «اوبه او ډوډۍ نه پیدا کېږي، ډوډۍ خو بېخي نشته‎. هر هغه څه چې یوه ناروغ ته اړین دي، په بشپړه توګه نه پیدا کېږي، یوازې یو درملتون دی.»

په همدې حال کې د جوزجان ولایتي روغتون یو‌شمېر ډاکټران بیا وايي چې د شبرغان ښار څخه دغه ځای ته د روغتون لېږد له امله ناروغان او ناروغ لرونکي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د جوزجان ولایتي روغتون د بېړنۍ څانګې ډاکټر شبیراحمد وویل: «ناروغان، ناروغ‌لرونکي د کرایې د ورکولو توان نه‌لري، درمل او نور اړین توکي دې لا پرځای وي.»

نوموړی همداراز زیاتوي چې یاد روغتون ته د غځېدلې لارې د خرابوالي له امله د داخلې او جراحي څانګې ناروغان تګ‌راتګ نه‌شي کولای چې ورسره ناروغان  روغتون ته د لېږد پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست ذبېح‌الله حسیني وايي، د روغتون د لرې‌والي او د سرک خرابوالي ستونزې ته حل په موخه هڅې روانې دي او په وینا یې، د یاد روغتون ۸۵سلنه ستونزې حل شوي دي.

نوموړي همداراز زیاتوي: «هغه ستونزې چې دغه روغتون کې شتون لري، هڅه کوي چې له ځنډ او ناغېړۍ پرته یې حل کړي او هېواد‌والو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له مرکز شبرغان ښار څخه لرې د یاد روغتون د لېږد له کبله د یاد ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي خصوصي روغتونونو ته مراجعه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام