په بدخشان کې یو‌شمېر مېرمنې ادعا کوي چې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست فعالیتونه یوازې مرکزي سیمو پورې محدود دي او لرې پرتو سیمو کې د ښځو وضعیت د ښه‌والي لپاره یې بنسټیز کار نه ‌دی کړی.

د دغه ولایت د شغنان ولسوالي اوسېدونکې ریحان وایي، د نورو برخو ترڅنګ، د ښځو چارو ریاست مسوولانو د مېرمنو د لاسي صنایو د پراختیا لپاره هېڅ توجه نه ده کړې. د هغې په وینا، په شغنان ولسوالي کې ګڼ‌شمېر مېرمنې غواړي چې ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې ونډه واخلي، خو د ښځو چارو ریاست له لوري یې ملاتړ نه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې زیاته کړه: « په مرکزي سیمو کې د ښځو چارو ریاست فعالیت کوي، خو د بدخشان په لرو پرتو سیمو کې کم فعالیت کوي او د شغنان، واخان، درواز، یمګان او نورو لرو پرتو سیمو کې د ښځو وضعیت ښه کولو لپاره هیڅ کار نه دی شوی، په دغو سیمو کې د ښځو چارو ریاست د ښځو ملاتړ په برخه کې هیڅ کار نه دی کړی او نه یې هم په دې برخه کې د ښځو په هڅولو کې فعالیت کړی.»

په ورته مهال د بدخشان د زېباک ولسوالي اوسېدونکې رخشانه وايي، ځینو غیرې دولتي بنسټونو یو‌شمېر مېرمنو ته د خوراکي توکو د پروسس، د لبنیاتو چمتو کولو او نورو برخو کې د روزنې پروګرامونه په لاره اچولي او ګڼو مېرمنو په ډېرې لېوالتیا سره خپل فعالیتونه پیل کړي، خو د ښځو چارو ریاست په شمول کوم دولتي بنسټ، د هغوی محصولاتو لپاره بازار موندنه نه ده کړې.



د هغې په وینا، د دولت له لوري نه ملاتړ د دې لامل شوی چې یو‌شمېر مېرمنې اقتصادي فعالیتونو څخه لاس واخلي. مېرمن رخشانه هم په دې اند ده چې د ښځو چارو ریاست لرې پرتو سیمو کې د هغوی د وضعیت ښه‌والي لپاره کوم کار نه دی کړی.

هغې وویل: «مونږ د بدخشان د ښځو چارو ریاست له کړنو څخه هیڅ راضي نه یو، ځکه دوي په هغو سیمو کې کار کوي چې ورته نیږدې وي او په لورو پرتو سیمو کې هیڅ ډول فعالیت نه کوي. زه په خپله له هغو میرمنو څخه یم چې د لاسي توکو په تولید بوخته یم، زما په شان ډیری میرمنې کار کوي، خو ملاتړ يې نه ندی شوی او هیچا مونږ نه یو هڅولي او زمونږ لاسي توکو لپاره یې بازار نه دی جوړ کړی، ښځو د لاسي توکو له جوړولو څخه لاس اخیستی دی.»

خو د بدخشان د ښځو چارو رییسه الینا غیاثي وايي، دغه ریاست د ټول ولایت په سطحه فعالیت کوي او دغې ادارې د همکاره موسیسو له لارې، د بدخشان لرې پرتو سیمو کې د ښځو وضعیت ښه‌والي لپاره زیات پروګرامونه او پروژې پلې کړې دي.

هغې زیاته کړه :«متاسفانه یوه هغه مسله چې خلکو ته د پوښتنې وړ ده هغه دا ده، کله چې یوه پروژه پرانیستل کیږي یواځې د پروژې نوم اخیستل کیږي په داسې حال کې چې دغه بنسټونه له مونږ سره هوکړې لري او دولتي پروژې دي او زمونږ له لوري پلي کیږي، خو خلک په سمه توګه نه پوهول کیږي، ټولې پروژې د افغانستان دولت له لوري پلي کیږي او دا چې دولت د دغو پروژو د پلي کیدو ظرفیت نلري، د موسسو له لوري پلي کیږي او دا مسله خلکو ته نا روښانه پاتې ده.»

د بدخشان د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، دغه بنسټ پالیسي جوړونکې او نظارت کونکې اداره ده چې پروژې هم تر ډېره د غیرې دولتي بنسټونو له خوا د دغې ادارې په همغږۍ پلې کېږي.

د هغوی په وینا، د ښځو چارو ریاست د ټول بدخشان په کچه متوازن فعالیت لري او د پام وړ کارونه یې هم ترسره کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام