ټاکل شوې وه نن سهار په بدخشان کې د جمهوریت په ملاتړ د رهبر په نوم تالار کې غونډه جوړه شي، خو یوشمېر کسانو یې مخه نیولې ده.

دغو کسانو د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو تصویرونه لرې کړي او د تالار دروازه یې تړلې ده. د دغو کسانو له ډلې مامورالدین کوفي یادو تصویرونو ته په اشارې وویل چې افغانستان همدوی وخوړ، خو یو ښوونکی بیا پنځه زره افغانۍ تنخوا اخلي.

دا غونډه په مشرانو جرګه کې د بدخشان یوه پخواني سناتور کامل‌ بېک حسیني له لوري جوړېده چې د تالار له تړل کېدو وروسته د ولایت مقام په یوه بل تالار کې جوړه شوه.

نوموړي په یاده غونډه کې وویل، د هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو ګټې او عزت په‌کې خوندي وي. حسیني د جمهوریت د ملاتړغونډې مخنیوي ته په نامستقیمې اشارې زیاته کړه: «په افغانستان کې دا دود دی چې که څوک په دولت کې وې، نظام او ارزښتونه یې سم او قانوني دي، خو که نه وي، بیا ورته هر څه ناقانونه ښکاري.»

هغه وویل، د اساسي قانون او تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنو د ملاتړ تر څنګ، د کمال خان بند او ځینو نورو سترو اقتصادي پروژو ته خوشبین دی. کامل بېک حسیني ټینګار کړی چې د توپیري چلن، زورواکۍ او انحصار پر وړاندې به مبارزه کوي او له ولسمشر غني څخه یې غوښتي چې د بدخشان بې‌وزله خلک له محرومیت نه وژغوري.

په همدې حال کې د تګاب ولسوالي یوه دیني عالم محمدیاسین هم په دې غونډه کې وویل چې د حکومت او نظام ټاکل د خلکو قانوني حق دی او په وینا یې، د ملتونو په وسیله او ملاتړ جوړېږي.

د هغه په خبره، په هېواد کې روانې خونړۍ جګړې چې د افغانانو زېربناوې او اقتصاد له منځه وړي، زړه توري کړي او له نړیوالو باعزته سوله، امنیت او ارامتیا غواړي.

د ټولنیزو رسنیو یوشمېر کاروونکو بیا یاد کسان د نظام غلامان بللي او په وینا یې، د انحصار شوي نظام ملاتړ نه کوي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام