Asset 1SWN

یو نړیوال ښوونیز بنسټ د افغان نجونو لپاره لنډمهاله انلاین پروګرامونه پیلوي

618de25562004818c236f6ff_1230

وروسته له هغې چې اسلامي امارت د نجونو پر زده‌کړو او د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر بنسټونو په انلاین بڼه د افغان نجونو او ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو جوړولو ته مخه کړه.

د «فیوچر لرن» په نوم یو نړیوال ښوونیز بنسټ ویلي، تر هغه چې افغانستان کې نجونې زده‌کړو ته نه وي پرېښودل شوي، د هغوی لپاره لنډمهاله ښوونیز پروګرامونه پیلوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه نړیوال ښوونیز بنسټ په انلاین بڼه فعالیت کوي او د نړۍ په کچه نږدې ۲۰۰ پوهنتونونو او علمي موسسو سره همکاري لري.

د دغه بنسټ مشر جوجانسون ویلي: «دغه پروګرام د هغو نجونو او ښځو لپاره چې انټرنټ ته لاسرسی لري، د ژغورنې یوه لاره ده. سره له دې چې شاید د بې‌وزلۍ او پر ژبې د نه پوهېدو په دلیل زیاتره ښځې ونه شي کولای مطالبو ته لاسرسی ولري، خو کلای شي، د زده‌کړو لپاره خپل انساني حق څخه د دفاع په موخه افغانستان کې د ښځو پیاوړتیا کې مهم رول ولري.»

دې سره، انټرنټ ته نه‌ لاسرسی او پر انګلیسي ژبې نه بلدتیا لامل کېږي چې دغه ډول پروګرامونه هغسې چې اړینه ده،  ګټور تمام نه شي. طاهره کابل پوهنتون کې د ټولن‌پوهنې پوهنځي د وروستي کال زده‌کړیاله ده.

داسې حال کې چې هغه یو کال وروسته پوهنتون څخه فارغېده، خو له زده‌کړو څخه د نجونو راګرځول لامل شوي چې هغه کابل څخه د غور لعل ‌او سرجنګل ولسوالي ته لاړه شي.

هغه نجونو ته په انلاین بڼه د زده‌کړو برابرولو څخه ستاینه کوي، خو دا چې خپله نه‌شي کولای ورڅخه ګټه پورته کړي، ځوریږي.

هغې سلام‌وطندار ته وویل: «دغه پروګرام ښه دی چې حداقل نجونې په‌کې زده‌کړې وکړي، ځکه نجونې باید درس ووايي، خو له بده مرغه ډېری نجونې د انټرنټ د نشتون له امله ترې استفاده نشي کولای.»

سره له دې چې زده‌کړو څخه د نجونو راګرځولو پرېکړې سختې نیوکې راپورته کړي، خو اسلامي امارت لاهم پر خپله دغه پرېکړه ولاړ دی.

په ورته وخت کې د ښځو حقونو فعاله معصومه حسیني ټینګار کوي چې د نجونو د زده‌کړې حق نه باید په مجازي زده‌کړو محدود شي. د نوموړي په وینا چې په انلاین زده‌کړو باید تکیه ونه‌شي او د نجونو د حضوري زده‌کړو لپاره باید د عدالت غوښتنې غږ پورته شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته هېواد کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګول شو چې په کور دننه هم یوشمېر ښوونیز مرکزونه په انلاین ډول خپل پروګرامونه مخ ته وړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام