Asset 1SWN

د م.م فعالیت ځنډېدو په اړه اندېښنې؛ عامې روغتیا وزارت: نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو

MSF staff walk down the corridor in the female inpatient department at the MSF-supported Boost hospital.

له تېرو نږدې دوو اوونیو راهیسې افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي له امله د ا.ا او ملګروملتونو ترمنځ اختلافات لامل شوي چې هېواد کې د یاد سازمان د فعالیتونو ځنډېدو په اړه اندېښنې ډېرې شي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د فعالیت احتمالي ځنډېدو په لړ کې د نورو برخو ترڅنګ هېواد کې پر نړیوالو مرستو تکیه د روغتیايي خدمتونو د دوام په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یو‌شمېر روغتیاپالان وايي، دا مهال د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه پر نړیوالو مرستو ولاړ او په وینایې، د مرستو کمېدو او بندېدو له کبله خلک د ستونزو او ننګونو له پراخو څپو سره مخ شي.

تخار کې یوه ډاکټر شعیب رحیمي وویل: «کلینیکونه سل سلنه د روغتیا نړیوال سازمان پر مالي مرستو ولاړ دي، که دغه مرستې بندې یا کمې شي، د افغانستان بې‌وزله خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.»

په ورته وخت کې د غور ولایت روغتیايي برخه چې اوسېدونکو یې هم تل صحي خدمتونو ته نه‌لاسرسي څخه شکایت کوي، د بودیجې له کمښت سره مخ ده.

د غور د ولایتي روغتون امر ګل‌احمد ساحل وویل: «له بده مرغه چې په وروستيو میاشتو کې یې زموږ بودیجه نیمايي کړې او کسر په‌کې راغلی. همدا اوس هم د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې له ستونزو سره مخ یوو.»

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مخکیني معین فدامحمد پیکان هم وايي، که د افغانستان روغتیايي برخې سره د نړیوالو مرستې وځنډېږي، د عامې روغتیا وزارت نه شي کولای هېوادوالو ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

نوموړي وویل: «که ملګري ملتونه د ښځو کار مخنیوي په پلمه خپل فعالیت ودروي، طبیعي ده چې د افغانستان اوسنی حکومت په ټول افغانستان کې د ۴زره روغتیايي مرکزونو د مالي ملاتړ توان نه‌لري.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل هم وویل، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو سازمانونو همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي وویل: «دې برخه کې کار روان دی چې روغتیا برخه په ځان‌بسیا شي او له روان وضعیت ووځو چې دغه برخه دې یوازې په مرستو تکیه وي.»

دا داسې مهال دی چې د عامې روغتیا وزارت یوازې ۳ سلنه روغتیايي خدمات هېوادوالو ته وړاندې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم ملګروملتونو تراوسه مشخصآ د افغانستان د روغتیا برخې سره د مرستو قطع کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو هېواد کې د دغه سازمان د بشردوستانه فعالیتونو او مرستو کمېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام