Asset 1SWN

د لوګر ولایتي روغتون کې د بسترونو کموالي ناروغانو له ستونزو سره مخامخ کړي

قابله_ها-در-لوگر-1-qkwgu1pzgxe2ntkcrubh7agtqwvyjv7jjhe84d2xl4 (1)

د لوګر په ولایتي روغتون کې یو ناروغ عصمت‌الله وايي، په دغه روغتون کې د ځای کموالي له کبله په هره کوټه کې چې د یوه کس لپاره ده، څلور کسان بستر دي. د نوموړي په وینا، خلک اقتصادي ستونزې لري او خصوصي روغتون ته د درملنې لپاره نه‌شي ورتللی.

هغه زیاتوي: «زه ناروغ یم او د عملیات لپاره ولایتي روغتون ته راغلی یم. موږ غواړو چې یو معیاري روغتون جوړ شي، روغتون ته دې خدمت وشي، بسترونه دې زیات شي. اوس په یوه کوټه کې چې د یوه کس لپاره ده، له څلورو تر پنځو کسانو بستر دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پل‌علم ښار د دوشنبې سیمې اوسېدونکی طلامحمد چې خپل پنځه کلن لمسی یې د لوګر ولایتي روغتون ته راوړی، ځای، بسترونه، تشخیص او امکانات د دغه روغتون تر ټولو سترې ستونزې بولي.

نوموړی وايي: «په دغه روغتون کې ډېرې ستونزې دي او کوچنی هم دی. زما غوښتنه دا ده چې دغه روغتون لوی شي، بسترونه یې زیات او د درملنې اسانتیاوې یې ښې شي.»

په همدې حال کې د لوګر ولایتي روغتون ډاکټر ګل‌سلام برکی وايي چې یاد روغتون د یوې ولسوالي په کچه جوړ شوی، خو د عامې روغتیا ریاست اوس ترې د ولایت په کچه کار اخلي.

هغه زیاتوي چې د ورځې ۱۲۰۰ ناروغان دغه روغتون ته د درملنې لپاره ورځي. نوموړی هم وايي چې د ځای او روغتیايي تجهیزاتو له کموالي سره مخامخ دي.

نوموړی ټینګار کوي چې یادې ستونزې یې له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې حل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر د عامې روغتیا ریاست هم مني چې ولایتي روغتون یې معیاري ودانۍ نه لري او مسوول ډاکټران په ډېرې سختۍ سره د ناروغانو درملنه کوي.

د لوګر د نایب امین‌الله خان لوګري روغتون ۱۵۰ بسترونه لري چې د پل‌علم ښار د ناروغانو تر څنګ، د محمداغې، برکي‌برک، خوشي، څرخ او خروار ولسوالیو اوسېدونکي هم دغه روغتون ته د درملنې لپاره ورځي. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام