د لوګر په ولایتي (نایب امینالله خان لوګري) روغتون کې یوشمېر ناروغانو سلاموطندار ته ویلي چې په دغه روغتون کې د بستر شویو ناروغانو شمېر د تېر په پرتله دوه برابره شوی او شته امکانات یې لپاره بسنه نه کوي. د دوی په وینا، یاد روغتون د ناروغانو د بستر او درملنې لپاره لازم ځای نه لري او د ډاکټرانو او درملو له کمښت سره هم مخامخ دی.
د «نایب امینالله خان لوګري» په روغتون کې یو ناروغ عصمتالله وايي: «زما غوښتنه داده چې په ولایتي روغتون کې دې د ناروغانو لپاره یو منظم ځای جوړ کړي، بسترونه دې ډېر کړي، روغتون دې لوی او خدمتونه ورته وړاندې کړي. په یوه کوټه کې چې د یوه ناروغ لپاره جوړه شوې، پنځه ناروغان پهکې اچول شوي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یو بل ناروغ طلاخان هم وايي: «زه د پلعلم ښار له بخشاباد سیمې نه دلته راغلی یم، لمسی مې ناروغ دی. روغتون ډېر کوچنی دی؛ ناروغان او د هغوی پایوازي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د روغتون بسترونه دې ډېر کړي او له روغتون سره دې د درملو مرسته وکړي.»
نجیبالله چې د لوګر له خوشي ولسوالي څخه دغه روغتون ته راغلی وايي، د خلکو اقتصاد د تېر په پرتله کمزوری شوی او همدا لامل دی چې د پلعلم ښار او ولسوالیو پر دولتي روغتونونو ګڼهګوڼه زیاته شوې ده.
نوموړی له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې په لوګر کې د «نایب امینالله خان لوګري» روغتون د ناروغانو او د هغوی د پایوازانو ستونزې حل کړي. هغه زیاتوي: «زه له خوشي ولسوالي راغلی یم چې عملیات وکړم. په دغه روغتون کې ناروغان زیات شوي؛ ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او په دولتي روغتونونو کې درمل او نور خدمتونه وړیا دي. ډاکټران باید زیات شي، بسترونه باید ډېر شي او په دغه روغتون کې د برښنا ستونزه هم حل شي.»
په همدې حال کې د نایب امینالله خان لوګري ۱۵۰ بستریز روغتون مرستیال ګلاسلام برهکي وايي چې د دغه روغتون ودانۍ په معیاري ډول نهده جوړه شوې او په وینا یې، هره ورځ په منځنۍ کچه له محمداغې، برهکي برک، څرخ او خوشي ولسوالیو څخه ۱۲۰۰ ناروغان دغه روغتون ته ورځي او شته امکانات یې لپاره بسنه نه کوي.
نوموړی زیاتوي: «په اصل کې باید د ورځې ۶۰۰ ناروغان روغتون ته د درملنې لپاره راشي، خو په تېره یوه ورځ ۱۲۰۰ کسان راغلي وو. اوس ۱۰۰ ناروغان چې ښځې، نارینه او ماشومان پهکې شامل دي، بستر دي.»
بلهخوا د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین سلاموطندار ته ویلي چې په لوګر کې د نایب امینالله خان لوګري روغتون ستونزې یې له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړي او تمه لري چې حل به شي.
نوموړی زیاتوي: «اوس په روغتون کې د ناروغانو درملنه کېږي. موږ د ځای له کمښت سره مخامخ یوو، د خدمتونو وړاندې کولو لپاره مناسب ځای نه لرو، د درملو ساتنې ځای نه لرو. دا ستونزې مو له اړوندو مسوولانو سره شریکې کړي او ژر به حل شي.»
د نایب امینالله خان لوګري روغتون د مسوولانو په وینا، یاد روغتون چې ۱۵۰ بسترونه لري، یوازې د پلعلم ښار د اوسېدونکو لپاره جوړ شوی، خو اوس ورته له محمداغې، برهکي برک، څرخ او خوشي ولسوالیو څخه هم سلګونه ناروغان راځي چې د ځای او نورو امکاناتو د کمښت له کبله ناهیلي بېرته کورونو ته ستنېږي.