د تخار د رُستاق ولسوالي د دیوارتنګ سیمې اوسېدونکي وايي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. دیوارتنګ د رستاق ولسوالي یوه لرې پرته سیمه ده چې شاوخوا ۳۰ کلي لري.
د دیوارتنګ سیمې اوسېدونکي وايي چې د یادې سیمې خلکو د باران اوبو لپاره حوزونه جوړ کړي او د باران له اوبو خپلې اړتیاوې پوره کوي، خو دغو حوزونو کې زېرمه شوې اوبه ناپاکې دي.
د یادې سیمې یو اوسېدونکی محمدنسیم وايي چې یوازې له باران وروسته خلک اوبو ته لاسرسی پیدا کوي او په وینا یې، که باران نه وي، خلک د اوبو ترلاسه کولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د تخار رستاق ولسوالي محلي مسوولان د دیوارتنګ سیمې د اوسېدونکو ستونزه تاییدوي او وايي، هڅه کوي چې د دغې سیمې اوسېدونکو ته څښاکې اوبه برابرې کړي.
د رستاق ولسوال نذرالله سیف وايي چې د یادې ولسوالي د ګڼشمېر کلیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري، خو په وینا یې، لرو پرتو سیمو کې یو لړ ستونزې شته او هڅه کوي چې حل یې کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د تخار رستاق ولسوالي ۳۰۰زره نفوس لري چې د دغه ولایت تر ټولو ګڼ نفوسه ولسوالي ده او خلک یې د څښاک پاکو اوبو سربېره لومړنیو خدمتونو ته هم لاسرسی نهلري.