Asset 1SWN

د هلمند اوسېدونکي: د ګڼې‌ګوڼې مخنیوي لپاره دې پر هلمند سیند بل پُل جوړ شي

IMG_20221015_082937

د هلمند پر سیند جوړ شوی یوازینی پُل چې د دغه ولایت لس ولسوالي له مرکز لښکرګاه ښار سره نښلوي د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ډېری وخت بند وي.

له مرکز لښکرګاه ښار سره د یادې لویې لارې د بندېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند اوسېدونکي وايي چې دغه پُل پخوا د یاد ولایت نفوس ته په کتو جوړ شوی چې اوس د نفوس زیاتوالي او ګڼې ګوڼې له امله ساعتونه بنده وي او اړتیا ده چې څنګ یې یو بل پُل هم جوړ شي.

د دوی په وینا، ځینې وختونه په ساعتونونو د پُل دواړو غاړو ته خلک په تمه پاتې کېږي، څو له دې لارې تېر شي.

د یاد ولایت اوسېدونکي د اسلامي امارت له محلي مسوولانو غواړي چې د یاد پُل ترڅنګ دې ورته یو بل پُل هم جوړ کړي، څو دوی له ستونزو خلاص شي.

د هلمند اوسېدونکي عثمان وویل: «دا پُل د محمدظاهر شاه په وخت کي جوړ شوی دی، اوس باید سرمایداران او تجاران د یو بل پل غمه وخوري، ځکه دلته د یو مریض د تېرېدو لپاره یو ساعت نیم ساعت اړتیا وي.»

د هلمند پر سیند دې پله کې ټرافیک پولیس هم وايي چې ټوله ورځ د ګڼې ګوڼې کمولو او لارې خلاصېدو لپاره پر دنده بوخت وي، څو خلکو ته پر پله د تېرېدو زمینه برابره شي.

حافظ عبدالهادي وویل: «دلته ستونزې بېخې ډېرې دي، موږ داسي مریضان لیدلي چي لار بنده وي او د مریض وروستۍ سلګۍ وي، زموږ ټول ملګري د ورځې تر ناوخته دلته د خلکو سره په کومک کولو بوخت یوو.»

بل‌خوا د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال  محمدقاسم ریاض د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې تاییدوي او وايي چې ولایتي اداره هڅې کوي، څو امکانات برابر او د دې پُل ترڅنګ د ګڼې ګوڼې او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یو بل پُل جوړ کړي.

نوموړي وویل: «د هلمند کوم پل چي یوشمېر ولسوالي له مرکز سره نښلوي، په رښتیا هم ګڼه ګوڼه په دې وروستیو کي پرې زیاته شوې، خو د هلمند ولایتي اداره د یو اوږد مهالي پلان له مخې په دې هڅه کي ده چي د امکاناتو په پیداکولو سره دا پُل دو لینه کړي.»

د هلمند پر سیند دغه لوی پُل د ۱۹۵۲ او ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی چې د دې ولایت مرکز له لسو ولسوالیو سره نښلوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

 د یادونې وړ ده چې د تېرو څو کلونو په پرتله پر دغه پُل د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه له دې امله زیاته شوې چې د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو لویې لارې پرانېستل شوي او خلک مرکز لښکرګاه ښار ته ډېر تګ راتګ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام