په تخار ولایت کې د جګړې او خراب امنیتي وضعیت په تړاو نن د اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې مېشت د دغه ولایت اوسېدونکو د اعتراض په توګه د پرلت خېمه ووهله.

نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د تخار مرکز تالقان ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې شاهدان دي.

 د مسوولانو په وینا، په ټول تخار کې جګړو او ناامنیو له کبله ۱۲۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او اوس مهال په تالقان ښار کې د ښوونیزو مرکزونو په ودانیو کې شپې او ورځې سبا کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د تالقان ښار یو‌شمېر بې‌ځایه شوي وایي، دوی تمه درلوده چې محلي چارواکي به د دوی د سیمو امنیت خوندي کړي، خو د لوی اختر په رارسېدو سره داسې ښکاري چې د دوی تمې بې‌ځایه وې او د حکومت مرکزي چارواکو هم د دغه ولایت بې‌ځایه شویو، ټپیانو او د مړو شویو کسانو د پاتې کورنۍ پر خراب وضعیت غوږ هم نه دی ګرولی.

په همدې حال کې د تخار د بېرته راستنېدو او کډوالو چارو ریاست مسوولان دغه ولایت ته د مرستندویه بنسټونو نه ورسېدل د اندېښنې وړ بولي او وایي چې تر خپل وسه به دغو بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړي.

بل‌خوا په کابل کې مېشت د تخار اوسېدونکو د لوی اختر شپه د پرلت خیمې په درولو سره پیل کړه. دوی چې د وزیرمحمد اکبر خان جومات په انګړ کې پرلت کړی، وایي چې د تخار امنیتي وضعیت په اړه په کابل کې د دولتي چارواکو نه پاملرنې دې ته اړ کړي چې پرلت وکړي.



دوی ټينګار کوي تر هغو چې تخار ولایت ته د طالبانو د بریدونو پر وړاندې نور تازه دمي سرتیري نه وي استول شوي او د دغه ولایت مرکز له کلابندۍ نه وي خلاصه شوي، خپل اعتراض ته به دوام ورکوي.

د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت‌الله قرباني سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت له ۱۶ ولسوالیو سربېره په مرکز کې هم ګڼ‌شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

دوی زیاتوي، که څه هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې خلکو او ګډو امنیتي ځواکونو مقاومت کړی، خو د دغه وضعیت دوام د خلکو په ګټه نه دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تخار د هېواد په شمال ختیځ کې له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو اوونیو کې طالبانو د دغه ولایت پر مرکز د نیولو لپاره پراخ بریدونه وکړل، خو د خلکو او امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

د تخار په ولایتي شورا کې د خلکو استازي هم په دې باور دي، که چېرته د حکومت مرکزي چارواکي په تخار ولایت کې شته امنیتي ځواکونه ښه مدیریت کړي، کولای چې طالبان د دغه ولایت له ولسوالیو هم بهر کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام