Asset 1SWN

د اوبو پر سر د ا.ا او ایران ناندرۍ؛ دواړه لوري یې په اړه غونډه جوړوي

بند-کجکی-q6nyymde39xa2whak7qlj6y7pdlouuenhcku5g9e2w-q6vfu205w6c8wmk8gpbyf4dj4uwijm38m3mlcqgtjc (1)

د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپېریال ساتنې سازمان رییس علي سلاجقه د هلمند سیند د حقابې په اړه د دغه هېواد او اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د خبرواترو په موخه د یوې غونډې جوړېدو خبر ورکوي.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې علي سلاجقه پرون (د غبرګولي لومړۍ نېټه، د دوشنبې ورځ) د ایران په البرز ولایت کې د هلمند اوبو په اړه ویلي چې د ایران ولسمشر دې موضوع ته پام اړولی او پرون یې هم په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره غونډه لرله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سلاجقه هیله‌مندي ښودلې چې دا ستونزه به د سیاسي ډیپلوماسۍ له لارې داسې مخې ته لاړه شي چې ایران د هلمند له سیند څخه خپله حقابه ترلاسه کړي.

ایراني چارواکي ادعا کوي چې اسلامي امارت تر اوسه د ایران حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال هوکړې له مخې، د هلمند سیند اوبه نه‌دي ورکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په دې وروستیو کې اسلامي امارت ته خبرداری ورکړ، که اوبه ور نه کړي، بیا دې ګیله هم نه‌ ترې کوي. هغه د کجکي بند د څارنې په موخه د یوه مسلکي‌-تخنیکي ایراني پلاوي د لیدنې غوښتنه هم کړې ده.

خو اسلامي امارت تل ویلي چې د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دی او له مخې یې تیار دی چې ایران ته د هلمند سیند اوبه ورخوشې کړي، خو په خبره یې، اوس وچکالي ده او په یاد سیند کې هغومره اوبه نشته چې ایران ته ور ورسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسلامي امارت یادې هوکړه‌لیک ته ژمن دی او په افغانستان او سیمه کې روانه وچکالي هم باید له پامه ونه غورځول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام