دایکندي کې دوه ځوانان اوبو ډوب کړي او مړه شوي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې دوه ځوانان د دغه ولایت په «هلمند» سیند کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د دایکندي د امنیې قومانداني د رسنیو برخې نن «د وږي لسمه، د جمعې ورځ» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پېښه پرون شاوخوا درې بجې شوې ده.

د اوبو پر سر د ا.ا او ایران ناندرۍ؛ دواړه لوري یې په اړه غونډه جوړوي

د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپېریال ساتنې سازمان رییس علي سلاجقه د هلمند سیند د حقابې په اړه د دغه هېواد او اسلامي امارت ترمنځ د خبرواترو په موخه د یوې غونډې جوړېدو خبر ورکوي.
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې علي سلاجقه پرون (د غبرګولي لومړۍ نېټه، د دوشنبې ورځ) ویلي چې د ایران ولسمشر دې موضوع ته پام اړولی دی.

اسلامي امارت ایران ته: د هلمند سیند د اوبو اړوند د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن یوو

اسلامي امارت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې و، د هلمند سیند د ډېرو اوبو ترلاسه کولو لپاره له ټولو لاروچارو کار اخیستلی شو وايي، افغانستان د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دی، خو وروستیو وچکالیو دواړه لوري اغېزمن کړي دي.

یو ماشوم د شبرغان په «پل خراسان» سیند کې ډوب شوی

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د حبیب‌الله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.
هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.

د هلمند اوسېدونکي: د ګڼې‌ګوڼې مخنیوي لپاره دې پر هلمند سیند بل پُل جوړ شي

د هلمند پر سیند جوړ شوی یوازینی پُل چې د دغه ولایت لس ولسوالي له مرکز لښکرګاه ښار سره نښلوي د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ډېری وخت بند وي.

له مرکز لښکرګاه ښار سره د یادې لویې لارې د بندېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.