Asset 1SWN

سلام وطندار

یو ماشوم د شبرغان په «پل خراسان» سیند کې ډوب شوی

تخار

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د حبیب‌الله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.

سراجي زیاتوي چې د امنیې قومانداني، اطفایې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د افغان ګاز تصدي او د سیمې اوسېدونکو چې یو «سکواټور» هم ورسره و، له ډېرو هڅو سره سره نه‌دي توانېدلي چې یاد ماشوم وژغوري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، نن هم د یاد ماشوم د موندنې او ژغورنې لپاره هڅې روانې دي او په دغه سیند د پرتو ځمکو ټولو کروندګرو ته دنده سپارل شوې چې د دغه ماشوم په موندلو کې همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام