
بدخشان کې څلور ځوانې نجونې اوبو وړي
د بدخشان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې څلور نجونې پرون (د وږي ۲۵مه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د مایمي ولسوالي په «تنګ شېوه» سیمه کې اوبو ډوبې کړې دي.

د بدخشان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې څلور نجونې پرون (د وږي ۲۵مه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د مایمي ولسوالي په «تنګ شېوه» سیمه کې اوبو ډوبې کړې دي.

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې دوه ځوانان د دغه ولایت په «هلمند» سیند کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د دایکندي د امنیې قومانداني د رسنیو برخې نن «د وږي لسمه، د جمعې ورځ» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پېښه پرون شاوخوا درې بجې شوې ده.

په بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې د ا.ا یو غړی د دغه ولایت په کوکچه سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون ماسپښین (د زمري ۲۷مه، د جمعې ورځ) د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار اړوند په خمچان سیمه کې شوې ده.

ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد سواحلو کې د کډوالو د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو د هویت له تثبیت وروسته معلومه شوې چې دې پېښه کې ۳۲ افغانان هم مړه شوي دي.
د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کښتۍ کې شاوخوا ۱۸۰ کسان سپاره وو چې تراوسه یې د ۶۷ جسدونه پیدا شوي دي.

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراجالدین سراجي سلاموطندار ته ویلي چې د حبیبالله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.
هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې پر سیند د پُل نه جوړېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.