Asset 1SWN

ایټالیا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۳۲ افغانان مړه شوي

1-rescuers-find-60th-body-off-italy-after-migrant--1-rescuers-find-60th-body-off-italy-after-migrant--1630149600052129792

ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد سواحلو کې د کډوالو د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو د هویت له تثبیت وروسته معلومه شوې چې دې پېښه کې ۳۲ افغانان مړه شوي دي.

د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کښتۍ کې شاوخوا ۱۸۰ کسان سپاره وو چې تراوسه یې د ۶۷ جسدونه پیدا شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سره له دې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې یوه بیانه کې له مرسته‌کوونکو بنسټونو غوښتي و چې د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ کې د افغانانو جسدونه افغانستان ته ولېږدوي، خو اوس پرېکړه شوې چې دغه جسدونه به د ایټالیا کروتون ښار هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې ترکیه کې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وايي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله اړ شوي چې اروپا ته د رسېدو په هوډ افغانستان څخه ووځي.

ترکیه کې افغان پناه‌غوښتونکي قسیم وویل: «موږ د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله اروپا ته ځو او دا مهال ترکیه کې یوو. ترکیه کې افغانانو ته په اسانۍ کار نه ورکوي او اسناد او مدارک نه‌لري او پیسې هم نه ورکوي.»

ایټالیا کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي، ۵ افغان پناه‌غوښتونکي چې د ایټالیا سواحلو کې ډوبې شوې کښتۍ څخه ژغورل شوي، د درملنې لپاره د کروتون ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د نیمروز د محلي چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، تېرو یوولسو میاشتو کې ایران څخه د ۴۷۰ افغان کډوالو جسدونه دغه ولایت ته لېږدول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام