Asset 1SWN

د بهرنیو چارو وزارت: ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۸۰ افغانان مړه شوي

107199968-1677429150679-migrant

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایټالیا کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۸۰ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 وزارت پرون سه‌شنبه د کب نهمه په یوې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه کښتۍ څو ورځې وړاندې له ترکیې ایټالیا ته پر لاره چې د دغه هېواد په سويلي ساحل کې ډوبه شوه. هغه مهال په راپورونو کې ویل شوي وو چې یاده کښتۍ کې د افغانستان، پاکستان او ایران وګړي سپاره وو.

له پېښې ژوندي پاتې کسانو ویلي، دغې کښتۍ کې ۲۰۰ مسافر سپاره وو. د بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته توصیه کړې چې له ناقانونه او قاچاقي سفرونو څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت همداراز له خیریه بنسټ په ځانګړې توګه سره صلیب غوښتنه کړې چې د جسدونو لېږد او د ایټالیا په اوبو کې د ډوبو شویو کسانو د جسدونو موندنو او لږد برخه کې خپل انساني مسوولیت ادا کړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه وړاندې په بلغاریا کې هم یو‌شمېر افغانان په یوې لارۍ موټر کې د اکسیجن کمښت له امله مړه شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام