Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان په یوه زندان کې یو افغان کډوال مړ شوی

1401081709045129526392514

پاکستاني رسنیو نن شنبه د سلواغې اتمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کراچۍ په یوه زندان کې یو افغان بندي مړ شوی دی.

رسنیو د کراچۍ ښار د لانډي زندان د چارواکو له خولې ویلي چې دغه افغان بندي د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. دا د پاکستان په زندانونو کې درېیم افغان بندي دی چې د دغه هېواد په زندان کې مړ کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د یو‌شمېر رسنیو د خپورو شویو راپورونو له مخې، له دې وړاندې د کراچۍ په زندانونو کې دوه افغانان مړه شوي وو چې جسدونه یې بیا افغانستان ته لېږدول شوي وو.

رسنیو په خپلو راپورونو کې دا نه دي ویلي چې دغه افغان څه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو یوازې یې یادونه کړې چې د روانې جنورۍ په ۲۲مه نېټه ناروغ او روغتون ته لېږدول شوی و.

په کراچۍ کې د افغانستان جنرل کونسل عبدالجبار هم د یاد افغان مړینه تایید کړې، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي. هغه د دغه افغان نوم «ولي خان» ښودلی دی.

دغه افغان په داسې مهال د کراچۍ په یاد زندان کې مړ کېږي چې له څو میاشتو راهیسې د کراچۍ په بېلابېلو سیمو ګڼ‌شمېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

پولیسو رسنیو ته ویلي چې دغه افغان کډوال یې د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له کبله نیولي دي، خو یو‌شمېر افغانان بیا وايي، د قانوني اسنادو له لرلو سربېره د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام