Asset 1SWN

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي

توماس وېسټ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د جنورۍ ۲۹مې نېټې څخه پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به دې سفیر کې خپلو شریکانو، افغانانو او مرستندویه سازمانونو سره د ګډو ګټو په اړه خبرې او مشورې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د اسلامي امارت وروستیو پرېکړو نړیواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده، ځکه موږ د افغانانو څخه د ملاتړ او خپلو ګټو د خوندیتوب په لټه کې یوو.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

بل‌خوا د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو ورکړې برخه کې خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام