Asset 1SWN

امیرخان متقي: هغوی چې بهر سیاسي اېتلاف جوړوي، د غلامۍ زنځیر غاړه کې اچوي

Amir-Muttaqi-puf1lorxkcd70obh9874btlg9b85ssignbyauvffk8

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوشنبې ورځ په کابل کې د استخباراتو عمومي ریاست قطعاتو ته د یونیفورم وېشلو غونډه کې ویلي، هغه کسان چې له افغانستانه بهر سیاسي اېتلاف جوړوي، د غلامۍ زنځیر غاړه کې اچوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه په کمه موده کې پر منظمو استخباراتي او امنیتي ځواکونو بدل شوي دي. متقي ویلي چې «د اسلامي امارت د نظام پیاوړتیا، د افغانستان ژغورنې یوازینۍ لاره ده.»

هغه له هېواده بهر د سیاستوالو له لوري د سیاسي بهیرونو او ګوندونو جوړېدو په غبرګون کې ویلي: «هغه کسان چې بهر ډله، ګوند او اېتلاف جوړوي، د پنځو روپیو اخیستو لپاره د غلامۍ زنځیر په غاړه کې اچوي.»

د بهرنیو چارو وزارت یادو سیاستوالو ته په خطاب کې ویلي چې افغانستان ته را وګرځي او په «عزت» او «شرف» سره دې ژوند وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش تازه «د افغانستان د عدالت او ازادۍ» په نوم یو ګوند جوړ کړی دی. تر هغه مخکې یوشمېر سیاستوالو او پخوانیو چارواکو هم «د سولې او عدالت ملي خوځښت» په نوم سیاسي بهیر جوړ کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام