Asset 1SWN

اوتونبایوا: د افغانستان د راتلونکي یووالي او ثبات لپاره باید بشري حقونه خوندي شي

رییس-یوناما-

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پر دې ورځ او د بشري حقونو په اړه د نړیوالې اعلامیې په ۷۵یمه کلیزه کې یو ځل بیا د افغانستان له واکمنو چارواکو غواړو چې د افغانستان د باثباته، سوله‌يیزې او پرمختللې راتلونکې په موخه بشري حقونه ومني او ملاتړ یې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یوناما لیکلي: «د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د ۱۹۴۸ کال، د ډسمبر په لسمه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه او افغانستان د ملګرو ملتونو د نورو غړیو تر څنګ، د دې اعلامیې د تصویب ملاتړ وکړ. د دې مهم اعلامیې متن کې لیکل شوي چې ټول انسانان په ازاده توګه نړۍ ته سترګې غړوي او د حیثیت او حقونو له نظره سره برابر دي.»

په خبرپاڼه کې د یوناما د مشرې روزا اوتونبایوا له قوله لیکل شوي: «په دې ځانګړې کلیزه کې غواړم واکمنو چارواکو ته یې ور یاده کړم چې افغانستان د نړیوالو بشري حقونو د معاهدو د غړي هېواد په توګه چې د نړیوالو حقونو بنسټیزه برخه ده، پاتې دی او افغانستان په‌کې تاریخي رول لوبولی دی.»

هغې ټینګار کړی چې واکمن چارواکي د هغو افغانانو په اړه چې په افغانستان کې اوسېږي، هم قانوني ژمنتیا او هم لوی مسوولیت لري چې بشري حقونه، په تېره د افغان ښځو او نجونو حقونه دود او ملاتړ یې وکړي.

یوناما په دې خبرپاڼه کې لیکلي، سره له دې چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ له اګېسټ میاشتې را وروسته د وسله‌وال تاوتریخوالي د کمښت په پایله کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره سره لا هم د بشري حقونو وضعیت ډېر خراب دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د استازي فیونا فریزز له قوله د بشري حقونو افغان مدافعانو ستاینه هم شوې ده.

نن (د لیندۍ میاشتې نولسمه یا د ډسمبر لسمه) د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. ۷۵ کاله مخکې د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر میاشتې په لسمه په پاریس کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب شوه. یونسکو د همدغه مناسبت له کبله د ډسمبر لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام