Asset 1SWN

د لادرکه شویو نړیواله ورځ؛ «هر ځل چې را یاد شي، ټوله نړۍ راباندې تیاره کېږي»

روز-جهانی-ناپدیدشدگان-2-qbo2z7e9cwkz108xxrx7ft8tmzjez6tpdrrs31ax6w

یوشمېر افغانې کورنۍ د ورکو شویو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د مسوولانو د بې‌غورۍ په اړه ګیله کوي او وايي، کشفي او امنیتي ادارې یې باید د کورنۍ د غړیو او خپلوانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. نازګل هغه مور ده چې اتلس کلن زوی یې له تېرو ۴۰ ورځو راهیسې ورک دی.

اتلس کلن رحیم‌الله چې پر اروايي ستونزو هم اخته دی، ۴۰ ورځې وړاندې یې چې کله په کور کې مور نه‌ده میندلې، پسې وتلی او تر اوسه لادرکه دی. د رحیم‌الله د کورنۍ غړیو د هغه د موندلو لپاره هره دروازه ټکولې، خو لا یې خپل زوی نه‌دی موندلی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رحیم‌الله مور نازګل وايي: «په اوبو او اور د خپل زوی پر بېلوالي ژاړم، څلوېښت ورځې کېږي چې ورک دی. درد یې ډېر دی، هېڅ طاقت مې نه کېږي، وایم چې موټر نه وي وهلی، چا بیولی نه وي. هر ځل چې را یادېږي، ټوله نړۍ راباندې تیاره کېږي.»

د رحیم‌الله پلار طالب هم وايي چې د خپل زوی موندلو لپاره د ښار ټولو امنیتي حوزو ته ورغلی، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه لري. هغه زیاتوي: «۲۱ حوزې مې ټولې خبرې کړې. په حوزو کې مې یې تصویرونه ووېشل. ډېره هڅه مې وکړه. میدان‌ښار ته ولاړم، هېڅ ځای کې نه و. هم یې مور او هم زه عصبي شوي یوو. نه مړه یوو، نه ژوندي. فکر کوو ژوند نه لرو.» د رحیم‌الله د کورنۍ غړي له کشفي او امنیتي ادارو ګیله کوي چې د هغه په موندلو کې یې بې‌غوري او بې‌پروايي کړې ده.

جاوېد بیا هغه بل ځوان دی چې له شپږو میاشتو راهیسې په ایران کې ورک شوی دی. د جاوېد پلار رازمحمد وايي، دی او مېرمن یې د خپل زوی په اړه د معلوماتو نه لرلو او اندېښنو له کبله د اعصابو او زړه پر ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «خور یې چې ایران کې ده، هدیرې، روغتونونه او بندخونې یې وکتلې. نیم سړی رانه جوړ شوی، خدای دې دغه درد چا ته نه ورښيي. دوه ځله یې په مور حمله راغلې، زموږ وېره دا ده چې هغه چا وواژه، بندي یې کړ. یو کال کېده چې ايران ته تللی و، موږ ته یې پیسې هم را لېږلې.»

رازمحمد وايي، زوی یې یو کال وړاندې ايران ته د کار لپاره تللی و شپږ میاشتې مخکې ورک شوی دی. د هغه په خبره، د رحیم‌الله مېرمن او کوچنۍ لور اوس بې‌سرپرسته پاتې دي.

دولس کلن عمر هم دوه میاشتې مخکې د کابل له پنځلسمې امنیتي حوزې څخه لادرکه شوی دی. د هغه پلار محمدایام وايي، څو ځله کشفي او امنیتي ادارو ته ورغلی، خو هېچا یې د زوی په موندلو کې ورسره مرسته نه‌ده کړې.

نوموړی زیاتوي: «همدومره پوهېږو چې د ایران خوا ته وړل شوی دی. سهار په کثافاتو پسې ولاړ او بیا پیدا نه شو. څو حوزو ته ولاړو او راپور مو ورکړ. بادام‌باغ ته ولاړو، ویې ویل چې دلته دی او لس ورځې وروسته پسې راشه. لس ورځې وروسته چې ورغلو، ویل یې دلته نشته. د استخباراتو ریاست، جنايي امریت، لنډه دا چې ټولو ځایو ته ورغلو، پیدا نه شو.»

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې یې نږدې ۳۰۰۰ ماشومان چې ورک شوي وو، خپلو کورنیو ته سپارلي دي. د دوی په وینا، شاوخوا ۸۰ نور ورک شوي ماشومان چې کورنۍ یې نه‌دي موندل شوي، د دغه وزارت له لوري ساتل کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي: «په وروستي یوه کال کې ۲۸۶۰ لادرکه شوي چې له خپلو کورنیو ورک وو یا له بهرنیو هېوادونو بېرته را ګرځول شوي، خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. نږدې ۸۰ نور لادرکه شوي چې تر اوسه یې کورنۍ نه‌دي پیدا شوي، موږ یې ساتو.»

د یادونې ده چې د اګېسټ دېرشمه، د ورکو شویو نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده او هر کال په دې ورځ هغه کسان نمانځل کېږي یا یې یادونه کېږي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله ورک شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام