په بامیان کې محلي سرچینو سلا‌م‌وطندار ته ویلي، ۲۴کلنه رُقیه چې نږدې یوه میاشت وړاندې لادرکه شوې وه، جسد یې پرون د دغه ولایت د مرکز اړوند شهیدانو کلي په یوې څاه کې موندل شوی دی.

د سرچینې په وینا رُقیه د ورس ولسوالي اسېدونکې ده او مرکز بامیانو کې یې ژوند کاوه چې نږدې یوه میاشت وړاندې لادرکه شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بامیان محلي مسوولان د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، دوی له ډېرو هڅو وروسته د یادې نجلۍ جسد موندلی دی.

د بامیان د امنیې قومنداني ویاند محمدخواني رسا سلام‌وطندار ته ویلي چې امنیتي او کشف ځواکونو د بامیانو ښار اړوند د شهیدانو کلي یوې څاه کې د رقیې جسد پیدا کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په تړاو یې د مهدي په نوم یو کس نیولی دی. د هغه په خبره، مهدي په خپلو لومړنیو څېړنو کې اعتراف کی چې رُقیه یې یوه میاشت مخکې وژلې وه او جسد یې یوې څاه ته اچولی و. په ورته مهال د بامیان د امنیې قومنداني ویاند د دې وژنې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، د بامیانو په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې په مرموز ډول د نجونو او ښځو د وژنې پېښې زیاتې شوې چې د کورنیو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام