غزني کې یوې ناوې ځان را ځړولی او وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي، یوې ناوې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالي کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغې ناوې نن (د کب لسمه، د پنجشنبې ورځ) د قره‌باغ ولسوالي په مزدورکي سیمه کې د خپل پلار په کور کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د لادرکه شویو نړیواله ورځ؛ «هر ځل چې را یاد شي، ټوله نړۍ راباندې تیاره کېږي»

یوشمېر افغانې کورنۍ د ورکو شویو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د مسوولانو د بې‌غورۍ په اړه ګیله کوي او وايي، کشفي او امنیتي ادارې یې باید د کورنۍ د غړیو او خپلوانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. نازګل هغه مور ده چې اتلس کلن زوی یې له تېرو ۴۰ ورځو راهیسې ورک دی.

بدخشان کې یوه تنکي ځوان له ځان‌وژنې مخکې پلار ته لیک لیکلی

بدخشان کې د نورالهدا په نوم یوه پنځلس کلن تنکي ځوان ځان وژلی دی. د دغه ځوان خپلوان سلام‌وطندار ته ویلي چې هغه د شنبې په سهار د بدخشان د مرکز په فیض‌اباد ښار کې د موږکو د مړینې درمل خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی. د نوموړي د خپلوانو د خبرو پر بنسټ، یو ارام هلک و او له کوم ځانګړي لامل پرته یې ځان وژلی دی.

کانکور کې د ازانګې افغان بریا؛ د فېسبوک کاروونکي: هېواد به داسې خلک له زواله ژغوري

ازانګه افغان د سږنی کال کانکور ازموینې  د زرګونه کډونوالو له ډلې هغه  ښځينه زده کوونکې ده چې د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته یې لاره پیدا کړې ده. د فېسبوک ګڼ‌شمېر کارونکو په دې تړاو تبصرې کړي او زده کړو ته د هڅونې او ملاتړ په موخه یې د عزت افغان هڅه ستایلې ده.

کندهار کې یوه کس خپل «ناروغ» زوی حلال کړی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه پلار خپل ناروغ زوی حلال کړی دی.

بل‌خوا یوې سرچینې بیا ویلي چې دغه کس له دې امله خپل زوی وژلی چې د نوموړي له دویم واده سر یې مخالفت کاوه.

 کندهار کې يوه کس خپل «درې زامن» حلال کړي

په کندهار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، یوه کس خپل درې زامن حلال کړي او وژلي یې دي.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه د دغه ولایت د ډنډ ولسوالي په کارېز سیمه کې شوې ده.

نورستان کې یوه کس خپل پلار په مرموز ډول وژلی

په نورستان کې یوه شل کلن  ځوان د خپلو ملګرو په مرسته خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی. د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایی چې دغه پېښه پرون د دې ولایت په اړوند وانټ وایګل ولسوالي کې رامنځ ته شوې ده.