د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بتشکن وايي چې وژل شوې نجلۍ پروانه نومېږي او د خپل پلار د ټوپک په مرمۍ لګېدلې ده.
دا پېښه نن ماسپښین د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالي په «دونګقلعهيي» کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، ډز په تېروتنې شوی او پروانه پر ټنډه لګېدلې او وژل شوې ده.
بتشکن وايي چې پېښه په تېروتنې شوې او همدا لامل دی چې په تړاو یې څوک نیول شوي هم نه دي.