دغه ١٦ کلنه نجلۍ چې اوس هلک شوی، سلام‌وطندار ته وايي، کله چې نجلۍ وه، نوم یې شهناز و او د نجونو په ښوونځي کې یې تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې دي.

هغه زياتوي، دوه کاله وړاندې یې دا احساس وکړ چې د نجلۍ کومه نښه په‌کې نشته او په وینا یې، له ښځو او نجونو سره روغبړ او ناستې ولاړې ورته خوند نه ورکاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي، نه پوهېده څه وکړي، خو کله یې چې په روژې میاشت کې پر خېټه دردونه راغلل او له خپلې کورنۍ سره یوځای پل علم ښار کې یوې ښځینه ډاکټرې ته ورغله او هغې کابل ته د تلو ورته وویل.

د هغه په وینا، د کابل رابعه بلخي روغتون کې له معایناتو وروسته، جوته شوه چې ۹۰ سلنه نارینه دی او د ډاکټرانو له لوري ورته د جراحي عملیات وویل شول. شهناز چې اوس یې نوم عبدالله دی، وایي، په کابل کې له اقتصادي ستونزو سره سره یې عملیات وکړل او هلک شو.

«دوه کاله کېږي چې زه د ښځینه ډاکترې تر درملنې لاندې وم، ولې د اقتصادي ستونزو له امله مې نشو کولای چې متخصص ډاکتر ته ولاړ شم، وروسته د کلیوالو په مرسته، کابل کې رابعه بلخي روغتون ته لاړم او د جراحي تر عملیاتو وروسته نارینه شوم، د خدای ج مهرباني ده چې زه له ښځې څخه نارینه شوم، د ښځو په مجلسونو کې به خورا له ستونزو سره مخ وم، ځینو به زما له غږ پورې خندل، ځینو به زما له برېتو پورې خندل او ځینو نورو به ویل چې ولې ښځينه ناروغۍ نه‌لرې. ولې د ښځينو خوۍ نه‌لرې. د خدای ج شکر ده چې زه د یوه جراحي عملیاتو وروسته له ښځينه څخه په نارینه تبدل شوم.»

شهناز وایي چې ۱۶ کاله د ښځو په جامو او ۱۲ کاله یې له نجونو سره په یوه ټولګي کې زده‌کړې کړي او کله یې چې دا خوب رښتیا شو چې هلک دی، کورنۍ او دوستان یې خورا خوشحاله شول او هوډ لري چې له دې وروسته هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او غواړي ډاکټر شي.

نوموړي په هېوادوالو غږ وکړ چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او د ژوند دوام لپاره څه نه لري.

«کله چې زه نارینه شوم، هغه د نجونو دولسم ټولګي ښځینه ټولګیوالو او ښوونکو مې مبارکي راکړه، ځينې خو اوس شرمېږي او ځینې بیا وایي چې ښه ده چې روغتیا دې ترلاسه کړه او نارینه شوې. ډېرو ښځينه ټولګیوالو مې توبه وکړه. دوه دوه رکعته نفل لمونځ یې وکړ او دا پېښه ورته حیرانونکې ښکاره شوه. زه غواړم چې راتلونکې کې زده‌کړې وکړم او ډاکتر شم.»

د دې هلک نیکه محمد هاشم سلام‌وطندار ته وویل چې د کورنۍ اقتصاد یې خورا خراب دی او د خپل لسمي عملیات یې د ګاونډو او د ولایت د یوشمېر خیرخواه کسانو په مالي مرسته کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، خوښ دی چې د جراحي عملیاتو په مرسته یې لسمۍ په لمسي بدل شو او هڅه کوي چې د لمسي د زده‌کړو او کار لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د عبدالله تره محمد اسماعیل سلام‌وطندار ته وویل چې واوره یې له تېرو څو کلونو راهیسې په سختو ستونزو کې راګېر و او کله یې چې جراحي عملیات وشول، له ستونزو خلاص او په نارینه بدل شو.

هغه زیاته کړه چې وراوره یې ۱۶ کاله د نجونو په لباس کې ګرځېدلی او ۱۲ کاله یې له نجونو سره یوځای زده‌کړې کړې دي.

نوموړی وایي، وراره ته به یې سخته وي چې د یوه نارینه ټول اصول مراعت کړي، خو د هغه په وینا، کورنۍ یې د نوموړي ملاتړ کوي او د زده‌کړو ترڅنګ به ورته په مناسب ځای کې کوژده هم وکړي.

«کله چې زه خبر شوم چې هغه هلک شو، خورا خوښ شوم، زمونږ کورنۍ، زمونږ کلیوال خوښ دي. حتی بازار کې خلک راته وايي چې ته دې دغه وراره یو ځلې بازار ته راوله، زمونږ یوازینۍ هیله دا ده چې نوموړی ښه روغتیا ولري او اقتصادي ستونزې یې حل شي. »

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالي کې یوه ۱۶ کلنه پېغله تر جراحي عملیاتو وروسته، په هلک بدلېږي، بلکې د هېواد په ختيځ ولایتونو کونړ او ننګرهار کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام