پاکستاني رسنیو رپوټ وکړی چې د دغه هېواد په پنجاب ایالات کې یوه کس خپله د اوو ورځو لور وژلې ده.

د رسنیو په حواله ویل شوي چې دغه کس له دې امله خپله اووه ورځنۍ لور څلور ډزه وېشتلې او وژلې ده چې هغه غوښتل لومړی اولاد یې زوی وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنجاب ایالات د میانوالې سیمې د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او تورن کس تښتېدلی دی. نوموړي زیاته کړې چې د تورن کس د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. په پاکستان کې د دغې ورځې د نمانځې او د ښځو حقونو لپاره لاریونونه او غونډې په پام کې نیول شوي دي.

په ورته مهال تېره میاشت د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر د دغه هېواد لومړي وزیر عمران ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې وه چې د مارچ په تمه دې د اسلام پر ضد د لیکل شویو «بلبورډونو» او «شعارونو» باندې بندیز ولګوي.

بل‌خوا د دغه هېواد د جمعیت علما اسلام ګوند بیا ویلي، په دغه هېواد کې به د زور له لارې د مارچ اتمې د نمانځنې مخه نیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې نن د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیواله ورځ او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړې او ملاتړ په موخه لمانځل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام