د بغلان ولایت په پل‌حصار ولسوالي کې باوري محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسله‌والو د ظهیرالدین اندرابي په نوم یو ډاکټر له خپلې شپږ کسییزې کورنۍ سره وژلی دی. په دغه پېښه کې درې ماشومان ټپیان شوي هم دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه پېښه د پل‌حصار ولسوالي په «ده‌یک» کلي کې رامنځ ته شوې او ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي. د سرچینې په وینا، ډاکټر ظهیرالدین نږدې لس کاله کېده چې په پل‌حصار ولسوالي کې یې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه پېښه کې د ډاکټر ظهیر الدین مېرمن، دوه پېغلې لورګانې، زوم او دوه ماشومان یې وژل شوي او درې ماشومان یې ټپیان دي.

تراوسه د یادې پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه شوې. په بغلان کې د اسلامي امارت مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ډاکټر ظهیرالدین اندرابي خپلوان وايي چې نوموړي له هېچا سره دښمني نه درلوده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام