په غور کې سرچینې وايي چې ناپېژنده وسله‌والو له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه کې او د لعل‌وسرجنګل-فېروزکوه پر لویې لارې درې کسان چې هزاره وو، وژلي دي.

په دغو کسانو کې یو هم خادم‌حسین و د لعل‌و‌سرجنګل ولسوالي د ګرماب سیمې اوسېدونکی دی او پرون مازدیګر په «پشته ګاومورک» سیمه کې کور ته د تلو پر مهال وژل شوی دی. خادم‌حسین ځوان و او یو کال مخکې یې واده کړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوه شپې وړاندې پر همدې لاره یو کس چې د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالي اوسېدونکی و، د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.

ناپېژنده وسله‌والو له دې پېښې شاوخوا درې ورځې وړاندې یو بل هزاره هم په فېروزکوه ښار کې وژلی دی. دغه کس د ډبرو سکاره او لیلامي پلورل. په غور کې د اسلامي امارت مسوولان دا پېښې په داعش ډلې پورې تړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر اوسه د دغو پېښو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام