وړمه ورځ یو کس چې ادعا یې کوله د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ښاري استخباراتو د څانګې کارکوونکی دی، د سلام‌وطندار راډیو دفتر ته راځي. نوموړي کس غوښتل په زور او د سلام‌وطندار راډیو د امنیتي برخې د کارکوونکو له همغږۍ پرته دفتر ته دننه شي. هغه خپل ځان عبدالمالک ساپی معرفي کړ او یوه بل ځوان یې هم ملتیا کوله.

دغه کس چې ځان یې د اسلامي امارت غړی معرفی کړ و، نږدې پنځه ساعته یې د سلام‌وطندار راډیو له اجرایي رییس او د نورو څانګو له همکارانو سره ناسته درلوده. په دغه ټوله موده کې نوموړي هڅه کوله د سلام‌وطندار راډیو په چارو کې مداخله وکړي او د کارکوونکو د قراردلیکونو، مالي او د ادارې له پالیسیو بیا د مدیرانو د کار په اړه یې ګڼې پوښتنې مطرح کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه خبرې حتا هغه ځای ته ورسېدې چې ساپي د سلام‌وطندار راډیو په اداري تشکیلاتو کې د بدلون او د نوي رییس د ټاکل کېدو غوښتونکی شو.

په همدې حال کې دغه کس د خبرو له پیل وړاندې په ناسته کې د ټولو ګډون کوونکو ټیلیفونونه واخیستل او وویل چې «ټول سرخوږي له همدې ټکنالوژۍ څخه پیدا کېږي.»

د خبرو په پای کې څرګنده شوه چې عبدالمالک ساپی د سلام‌وطندار راډیو دفتر ته د راتلو لپاره د اسلامي امارت له مشرانو څخه هېڅ راز امر نه‌وو ترلاسه کړی. د اسلامي امارت د رهبري مسوولان له کورنیو چارو وزارت سره د صافي اړیکه ردوي او وایي چې په یاد وزارت کې په دغه نوم کوم کارکوونکی نه لري.

د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی احمدالله وثیق سلام‌وطندار ته وایي چې د کورنیو چارو وزارت او استخبارتي برخه یې د عبدالمالک په نوم کوم کارکوونکی نه لري او احتمال شته چې دغه کس د اسلامي امارت له نوم څخه ګټه اخیستې وي.



د خبریالانو او رسنیو پېښو ته د رسېدنې کمېسیون غړی حجت‌الله مجددي له سلام‌وطندار راډیو سره دغه ډول چلن له قانون سره په ټکر کې بولي او وایي چې رسنیز بنسټونه او اړوند چارې یې د اطلاعات او فرهنګ وزارت مسوولیتونه دي او بل هېڅ بنسټ د دا شان پلټنې او ګروېګنې حق نه لري.

مجددي ټينګار کوي چې دغه شان مسلو ته دې ژر رسیدنه وشي.

د سلام‌وطندار راډیو اجرایي رییس ناصر عمر د دغې ناستې په اړه وايي، «دغه کس هڅه کوله چې په خپلو تندو څرګندو مونږ اړ کړي چې خبرو ته یې غاړه کېږدو. خو د ورځې په پای کې پوه شوو چې د اسلامي امارت یوې ادارې هم د نوموړي له دریځ څخه ملاتړ نه دی کړی او په دې برخه کې یې له کومې ادارې امر هم نه درلود.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال عمر د افغانستان اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کوي، څو دې برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي او د کارکوونکو ترمنځ روحیه دې لوړه کړي، «دا کمک کوي چې رسنۍ او خبریالان له کومې ستونزې پرته فعالیت وکړي او د خپلې او هېواد راتلونکې ته خوشبین واوسي.»

سلام‌وطندار راډیو ته د یوه ناپېژنده کس راتګ او په اداري چارو کې یې مداخله په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشري په وار وار د رسنیو کارکوونکي او کاري چاپیریال له خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام