Asset 1SWN

سلام وطندار

یونېسف: پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه د منلو نه دي

30112306034bdf7

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف نن په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته په غبرګون کې ویلي چې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه د منلو وړ نه دي.

یونېسف نن جمعه د تلې اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په ښوونیزو مرکزونو او شاوخوا کې یې تاوتریخوالی هېڅ‌کله د منلو نه دی او دا ځایونه باید خوندي وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یونېسف همداراز ویلي، د دغه برید له امله چې په‌کې لسګونه زده‌کوونکي وژل شوي او ټپیان دي، خواشینې شوی دی.

په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف یو ځل بیا افغانستان کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې د بشري‌حقونو درناوی وکړي او د ماشومانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

نن له غرمې مخکې د کابل د دشت‌برچي په «نقاش تم‌ځای» سیمه کې د کاج په نوم ښوونیز مرکز کې هغه مهال چاودنه وشوه چې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي دغه مرکز ته د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره ورغلي وو.

د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ له برید وروسته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې چاودنه کې تراوسه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر  ټوېټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې ښايي په دغه برید کې د ټپیانو او مړو شمېر له دې هم زیات شي. تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام