ګڼ‌شمېر کسانو تېره اوونۍ په کور دننه او بهر د هزاره نسل‌وژنې په تړاو د ټویټر له لارې غږ پورته کړ چې د مجازي شبکو د زیات شمېر کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شو او د افغانستان په ګډون، څو هېوادونو کې ټویټري ټرېنډ شو.

دا عدالت غوښتنه له هغه وروسته وشوه چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کابل په دشت‌برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي د برید په اړه غبرګون وښود او په یوه اعلامیه کې یې وویل چې د افغانستان هزاره وګړي د نسل‌وژنې له ګواښ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوه شپې وړاندې هم مخ پټو وسله‌والو په بغلان کې د هلو ټرسټ دفتر پر ماین‌پاکانو برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۰ کارکوونکي ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول. د دې موسسې رییس او یوشمېر کارکوونکي وايي، ترهګرو د هزاره کارکوونکو پوښتنه کوله.



د هلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې رییس جېمز کوان وايي، هغه څه چې په کمپ کې پېښ شول، قصدي عمل و. هغه وايي، په ټوله کې امنیتي وضعیت ښه نه‌ دی، خو د یوې ځانګړې قومي دلې د وژنې تمه یې نه لرله.

په بغلان کې د هزاره ماین پاکانو وژنې د هېوادوالو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د پوهنتون استاد امین احمدي پر ټویټر لیکلي چې مذهبي او نژادي کرکه د نسل‌وژنې اصلي لامل دی. هغه ویلي، هزاره د خپل قوم او مذهب په جرم د سېسټماټیکې وژنې او د له منځه وړلو خطر سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر وڅارئ

د ټولنیزو شبکو یو بل کاروونکي شفق رحیمي لیکلي، د هزاره‌وو د نسل‌وژنې په تړاو د نړیوالې ټولنې پټه خوله پاتې کېدل د منلو نه دي. هغه د یوه بنسټ د هزاره کارکوونکو وژنه د نسل‌وژنې ښکاره بېلګه بولي او وايي، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې چوپتیا غوره نه کړي.

په امریکا کې افغان کډوال اکرم ګېزابي هم پر ټویټر لیکلي، کله چې خبره د تعصب او نژادپالنې وي، له هرې مسلې څخه انکار کېدای شي. د هغه په وینا، د قبیلې یوشمېر کسانو لپاره د هزاره‌وو وژنه ثواب دی.

حقوق‌پوه هارون رحیمي بیا وايي، په دې برخه کې باید د یوه مشخص قومي او مذهبي هویت پر وړاندې وشي، څو ورته پېښې تکرار نه شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون څلور ورځې وړاندې وویل، په تېرو پنځو کلونو کې پر هزاره وګړو ۱۴ بریدونو کې ۵۶۰ کسان وژل شوي دي.  دغه کمېسیون په دې برخه کې د یوه نړیوال پلاوي له خوا د پراخو او ژورو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پر ماین پاکانو برید غندلی او ویلي یې دي چې ماین پاکان نه یوازې د خلکو ژوند ژغوري، بلکې خپل ځان هم د نورو لپاره له ګواښ سره مخامخ کوي.

د حقوق‌پوهانو له نظره، د داسې جنایتونو څارل چې د نسل وژنې ښکارندويي کوي، د حکومتونو له ارادې سره تړاو لري او که حکومت په دې برخه کې اقدام ونه کړي، څېړنه یې د نړیوالو سازمانونو لپاره ستونزمنه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام