د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په بغلان کې یې ۶۵ امنیتي ځواکونه خوشې کړي او په وینا یې، دغه کار یې د روژې میاشتې په مناسبت کړی دی.

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، هغه څو کسان چې په مرکزي بغلان ولسوالي کې د طالبانو له بنده خوشې او پلخمري ښار ته راغلي وو، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي. سرچینې زیاتوي، هغه څه چې طالبان ادعا کوي، تر اوسه نه دي خوشې شوي او ښايي د خوشې شویو کسانو په ډله کې ملکیان هم وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هڅه مو وکړه چې د بغلان د محلي چارواکو نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو. د بغلان د پولیسو ویاند احمدجاوېد بشارت بیا د طالبانو دا ادعا ردوي او هغه د دې ډلې تبلیغات بولي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې له ۱۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه په مرکزي بغلان ولسوالي کې له وسلو او تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شول. تر اوسه روښانه نه ده چې خوشې شوي کسان هماغه سرتېري دي که نور بندیان.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام