د استانبول ناستې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوي

که څه هم طالبانو تراوسه په استانبول ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو امریکا، ترکیې او نورو ښکېلو اړخونو د دې ناستې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د افغان سولې لپاره د استانبول ناسته چې تمه وه په تېره میلادي میاشت کې جوړه شي، د طالبانو نه ګډون د دې ناستې کوربانه اړ کړل چې ویې ځنډوي.

بغلان کې د جګړې دوام او په اړه یې د خلکو اندېښنې

د بغلان په درېوو ولسوالیو او د پلخمري ښار په څنډو کې د جګړې دوام د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د بغلان د نهرین ولسوال محمد عزیزي سلام‌وطندار ته ويلي، بېګاه تر سهاره پر دې ولسوالي د طالبانو بریدونو دوام درلود چې له کبله یې د څو بهرنیو جنګیالیو په ګډون، نږدې ۴۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

«د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې طالبانو ته د امریکا جدي خبرداری دی»

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه پر خپل ټویټر لیکلي، که طالبان د اجماع او روغې له لارې راتلونکې غوره نه کړي او سوله ونه کړي، امریکا به د هغه چا تر څنګ ودرېږي چې د جمهوریت ساتنې لپاره هڅه کوي.
د نړیوالو چارو شنونکي د خلیلزاد دا څرګندونې طالبانو ته د امریکا حکومت جدي خبرداری بولي.

بغلان کې د ۶۵ امنیتي ځواکونو د خوشې کولو په اړه د طالبانو ادعا

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په بغلان کې یې ۶۵ امنیتي ځواکونه خوشې کړي او په وینا یې، دغه کار یې د روژې میاشتې په مناسبت کړی دی.
په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، هغه څو کسان چې په مرکزي بغلان ولسوالي کې د طالبانو له بنده خوشې او پلخمري ښار ته راغلي وو، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.

خلیلزاد: که طالبان سوله ونه کړي، امریکا به د جمهوريت غوښتونکو افغانانو ترڅنګ ودرېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که وسله‌وال طالبان د راتلونکې اجماع او جوړجاړي پر بنسټ د سولې لاره غوره نه کړي، امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې د جمهوریت ساتنې لپاره هڅې کوي.
نوموړي دا څرګندونې بېګاه پر خپلې ټويټر‌پاڼې لیکلي او د جمهوريت اړخ د سیاسي یووالي پر اړتیا یې ټينګار کړی دی.